د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۰

ایران: د واشنګټن پوسټ خبريال جېسن رضايان د جاسوسۍ په تور محکوم شو


د واشنګټن پوسټ خبريال جېسن رضايان
د واشنګټن پوسټ خبريال جېسن رضايان

د راپورنو له مخې، يوې ايرانۍ محکمې د واشنګټن پوسټ خبريال جېسن رضايان د جاسوسۍ په تور محکوم کړ.

د ايران د قضا وياند پرون وويل چې د رضايان په قضيه کې قاضي حکم ورکړی دی؛ خو د سزا په اړه يې نور معلومات نه ورکړل.

جېسن رضايان تر يوه کال زيات راهیسې په تهران کې د جاسوسۍ په تور بندي دی. ۳۹ کلن رضايان ايران اصله امريکايي تبعه دی او له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره يې کار کاوه.

د ايران يوې محکمې د رضايان په قضيه کې پرېکړه واوروله. دا خبره د ايران د قضا وياند "غلام حسېن محسني هژيي" پرون خبريالانو ته وکړه:

((د پرېکړې په اړه د استناف محکمې ته مراجعه کېدای شي. د استناف محکمې ته د مراجعې وخت لا نه دی تېر شوی. نو ځکه محکمه سترګې په لاره ده؛ خو که په دې اړه ورته مراجعه ونه شي؛ لومړۍ پرېکړه به عملي کيږي.))

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ايران دولتي ټلويزيون وروسته د هژيي له خولې خبر ورکړ چې رضايان محاکمه شوی؛ خو د هژيي دا خبره يې د هغه له خولې په ټلويزيوني بڼه نه کړه خپره.

د ايران ايسنا خبري اژانس د هژيي له خولې ويلي چې رضايان محکوم شوی؛ خو د پرېکړې په اړه يې کوم جزيات ونه ويل. ده زياته کړې چې د واشنګټن پوسټ د ايران څانګې ريیس جېسن رضايان د استناف محکمې ته د مراجعې لپاره شل ورځې وخت لري.

د رضايان ورور علي ويلي چې د محکمې دغه حکم يې د ورور په غير قانوني توقيف او غير شفافه محاکمه کې يوه بله ناوړه اضافه ده.

ده پر ايراني چارواکو تور پورې کړ چې په دې قضیه کې يې چپتيا او ځنډ خپل کړل چې دا د نړېوال او ايراني قانون سره سمون نه خوري.

د واشنګټن پوسټ مرستيال مدیر "مارټين بارون" د هيژيي خبرې ناڅرګندې او له معما ډکې وبللې:

((موږ اوسمهال په دې اړه نور معلومات نه لرو او دا څرګنده نه ده چې په دې حکم کې سزا هم اورول شوې ده او ایا د پرېکړې جزيات له جېسن او د ده د دفاع له وکيل سره شريک کړل شوي دي که نه.))

ايران پر رضايان تور پوري کړی دی چې په ايران کې يې محرم معلومات ټول کړي او له مخالفو هېوادونو سره يې شريک کړي دي؛ د امريکا ولسمشر ته يې ليک لېږلی او د ايران د ملي امنيت پر ضد يې کار کړی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دغه تورونه خندوونکي بللي او دا قضیه د واشنګټن او رسنيو د آزادي د ادارو له خوا غندل شوې ده.

XS
SM
MD
LG