د امريکا او ايران د بهرنيو چارو وزيرانو د سوريې او يمن د بحران په اړه په خپلو کې خبرې کړې دي.
لوېديځ چارواکي وايي، د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري غواړي په سوريه کې د بحران د سياسي حل لپاره يو نوى پېشنهاد وړاندې کړي.
د امريکا متحده ايالاتو نوى پېشنهاد چې امريکايي چارواکي ورباندې ټينګار لري؛ لا په لومړيو مراحلو کې دى.
ويل کیږي دغه پېشنهاد ښايي روسيه چې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد عمده متحده ده؛ له نورو هېوادونو لکه سعودي عربستان، ترکيې او قطر سره جرګه کړي؛ دغه درې هېوادونه د سوريې د حکومت د مخالف لوري يا اپوزيسيون ملاتړ کوي.
ښاغلي کري پرون وويل، دى د نړۍ له هغو مشرانو سره چې دا اوونۍ د ملګرو ملتونو مقر ته راځي؛ نظر شريکوي او دا ګڼو هېوادونو ته يو لوى فرصت دى چې د منځني ختيځ د ستونزو په حل کې مهم رول ولوبوي.
ده وويل، موږ دې ته اړتيا لرو چې په سوريه او يمن کې د سولې لارې چارې ومومو.
په همدې حال کې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف وويل؛ له جان کري سره يې د خبرو عمده تمرکز د اټومي مسالې په اړه پر هغه موافقه و چې د ايران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ لاسليک شوه.
د موافقې له مخې به ايران خپل لانجمن اټومي پروګرام محدودوي؛ په بدل کې به له دغه هېواده لګېدلي نړيوال بنديزونه په تدريجي ډول ليرې شي.
د ايران يوه عالي رتبه چارواکي وويل، تهران په پام کې لري له واشنګټن سره د سوريې پر بحران خبرې وکړي.
دغه ايراني چارواکي چې له رويټرز اژانس سره خبرې کولې وويل: ”ايران د سيمې د امن او سولې په ټينګښت کې مهم نقش لري“.
د ده په خبره د سوريې او يمن د بحران د حل او نورو مسايلو په اړه به دوى په خپلو کې نظرونه تبادله کړي.
بله خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون پرون د ايران له ولسمشر حسن روحاني نه غوښتنه وکړه، چې د سيمې، په ځانګړې توګه سوريې او يمن د لانجې له پايته رسېدو سره مرسته وکړي.
د سوريې د څلورنيم کلنې جګړې له کبله څه باندې دوه لکه او څلوېښت زره کسان وژل شوي او په مليونونو نور له دغه هېواده وتلو ته اړ شوي دي.
بله حوا په يمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د شيعه حوثي ياغيانو او د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح د ملاتړو پرضد پوځي عمليات روان دي.
ملګري ملتونه وايي د يمن په ناکراريو کې تر اوسه دوه زره او ١٠٠ ملکيان وژل شوي دي.