د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

نړۍ

د بریتانیا حکومت غواړي پنځلس زره سوريايي کډوالو ته پناه ورکړي

د لندن د سنډې ټایمز خپرونې د راپور له مخې د بریتانیا حکومت غواړي چې ۱۵ زره سوريايي کډوالو ته پناه ورکړي.

د راپور پر اساس حکومت همداراز هڅه کوي چې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې د وسله والو سختدریځو پر ضد د هوايي حملو لپاره د لیبر یا کارګر د مخالف ګوند ملاتړ ترلاسه کړي.

سنډې ټایمز مخکې ویلي وو چې دا انتخاب شته چې د سوریې په پوله کې د ملګروملتو له خوا برابر شوي کمپ نه کډوال په مسقتيم ډول ومني.

دا رپورونه وروسته له دې خپاره شول چې زرګونه پناه غوښتونکي پرون (شنبه) وروسته له دې چې د هنګري حکومت بسونه ورکړل؛ اتریش او جرمني ته ورسېدل.

د اتریش پولیس وايي، ګومان کوي چې له هنګري څخه به ۱۰ زره پناه غوښتونکي ورشي.

په جرمني کې پولیس وايي چې د ۵ زرو او ۷ زرو ترمنځ پناه غوښتونکو ورتګ ته یې تیاري نیولې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د چين په "ووشي" ښار کې نن ماښام اته تنه وژل شوي

چين کې د پېښې سيمه
چين کې د پېښې سيمه

د چین په ختیځ کې د ووشي په ښار کې نن ماښام اته تنه وژل شوي او اوولس نور ټپيان شوي دي.

رویټرز اژانس د پولیسو په وینا خبر ورکړ چې، دا کسان یوه (یوویشت) کلن زده‌کوونکي د چړو په ګوزارونو وژلي او ټپيان کړي دي.

تر اوسه د دې پیښې علت نه‌‌‌‌دی روښانه شوی او د پولیسو په لومړني بیان کې د دې زده‌‌‌کوونکي په اړه هم څه نه‌‌دي ویل شوي.

د يو بريد پر مهال بلوچستان کې ۷ پاکستاني پوليس وژل شوي او ۱۳ ټپيان دي

پاکستان کې پر پوليسو بريد
پاکستان کې پر پوليسو بريد

د پاکستان د بلوچستان په کلات سیمه کې نن وسله‌‌‌والو لږ تر لږه اووه سرتیري وژلي او دیارلس نور یې ټپيان کړې دي.

په کلات کې د پولیسو مرستیال کمېشنر علي ګل بلوچ د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، دا تلفات هغه وخت پوځیانو ته واوښتل چې وسله‌‌‌والو د پوځ پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ.

د دې برید مسوولیت بیلتون غوښتونکې وسله‌‌‌والې ډلې بلوچ لیبریشن ارمي ( بي‌‌ایل‌‌‌اې) اخیستی دی.

د غزې روغتيا وزارت: غزه کې د جګړې له پيل تر دې دمه نږدې ۴۴زره کسان وژل شوي

غزه کې د جګړې له امله د رامنځته شوې ويجاړۍ يو انځور
غزه کې د جګړې له امله د رامنځته شوې ويجاړۍ يو انځور

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت نن شنبه اعلان وکړ، چې په ۱۳ میاشتنۍ جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۳زره ۷۹۹ ته ورسېد.

دغه جګړه د اسرايیل او حماس ډلې ترمنځ چې د امریکا متحدایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي، د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې له اوومې روانه ده.

د غزې روغتیا وزارت وايي، په دغو وژل شویو کې هغه ۳۵ کسان هم شامل دي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي دي.

په غزې تړانګه کې د ټپیانو شمېر ۱۰۳زره ۶۰۱ ته رسېدلی دی.

په غزه کې روانه جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې څه باندې ۱۳ میاشتې مخکې حماس پر اسرايیل ناڅاپي حمله وکړه، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.

د اوکراين ولسمشر: پوتين د جګړې ختمولو لپاره خبرو سره لېوالتيا نه‌لري

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي

د اوکراین ولسمشر وايي، د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین د جګړې ختمولو لپاره له خبرو سره لېوالتیا نه‌‌‌‌‌‌لري، بلکې له بهرنیو رهبرانو غواړي چې د ده نړیواله انزوا لپاره خبرې وکړي.

ولودمیر زلینسکي نن شنبه دا څرګندونې د روسیې د ولسمشر ولادمیرپوتین او د جرمني د صدراعظم اولاف شولڅ له ټلیفوني خبرو وروسته وکړې.

د اوکراین ولسمشر په یوه راډیويي مرکه کې چې نن خپره شوه ویلي، زه فکر کوم چې پوتین هيڅ سوله نه‌غواړي، خو د دې معنی دا نه‌‌‌‌ده چې هغه له ځینو رهبرانو سره کېناستل نه‌‌‌غواړي، ځکه له بهرنیو رهبرانو سره په ناستې سره غواړي د خپلې سیاسي انزوا پر ختمو خبرې وکړي.

د روسیې ولسمشر پرون د جرمني له صدراعظم سره ټلیفوني خبرې وکړې او شولڅ وايي، په دغو خبرو کې یې له روسیې په اوکراین کې د روانې جګړې د ختمولو او له اوکراین د روسي سرتېرو د وتلو غوښتنه وکړه.

اسټرالیا له پاکستان د شل اوریزو سیالیو لوب‌لړۍ وګټله

د پاکستان او اسټراليا د لوبې له بهيره يو انځور
د پاکستان او اسټراليا د لوبې له بهيره يو انځور

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې د درې شل اوریزو سیالیو په لومړيو دوو لوبو کې پاکستان ته ماتې ورکړه او دا لوب‌لړۍ یې پخپل نوم کړه.

دویمه شل اوریزه لوبه چې نن شنبه ترسره شوه، کوربه اسټرالیا د ۱۳ منډو په تفاوت وګټله.

په‌دې لوبه کې اسټرالیا د ۱۴۸ منډو هدف ټاکلی و او پاکستان یې په ځواب کې ۱۳۴ منډې وکړې.

د دې لوب‌لړۍ لومړۍ سیالي بیا اسټرالیا په ۲۹منډو ګټلې وه.

په دویمې لوبې کې چټک توپ اچونکی سپینسرجانسن د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو، هغه پینځه پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

د ویلو ده چې درېیمه لوبه به د د نومبر په ۱۸مه نېټه د اسټرالیا په هوبرټ ښار کې ترسره شي.

د سوک‌وهنې نړيوال اتل "مايک ټايسن" له "جېک پاول" ماتې وخوړه

د لوبې له بهيره يو انځور
د لوبې له بهيره يو انځور

د سوک‌‌وهنې نړیوال اتل ۵۸ کلن مایک ټایسن (Mike Tyson) د ۲۷ کلن جېک پاول (Jake Paul) په وړاندې ماتې وخوړه.

ټایسن او پاول تېره شپه د امریکا د متحدایالتونو په تکزاس کې د مسابقې رېنګ ته داخل شول، چې ټایسن د څلورو امتیازونو په توپیر دغه لوبه وبایلله پاول ۷۸ او ټایسن ۷۴ امتیازونه واخیستل.

له‌‌‌دې سره د مایک ټایسن د ماتو شمېر ۷ ته ورسېد.

ټایسن له ۱۹ کلونو وروسته د مسابقې رېنګ ته داخل شوی و او دا مسابقه په نړۍ په ميلیونونو کسانو وکتله.

راپورونه وايي ټایسن د دې مسابقې لپاره ۲۰ ميلیون امریکايي ډالره اخیستي او جېک پاول ۴۰ ميلیون ډالره عاید ترلاسه کړي او دواړه به په ژوندۍ بڼه د دغې مسابقې د خپرېدو له درکه د ترلاسه شوي عاید ۵۰ فیصده هم اخلي.

ټاکل شوې د امريکا او چين ولسمشران نن د اوکراين پر مسئله خبرې وکړي

د امريکا او چين ولسمشران
د امريکا او چين ولسمشران

ټاکل شوې د امریکا د متحدایالتونو ولسمشر جوبایډن د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره په خپله وروستۍ رسمي کتنه کې له هغه وغواړي چې شمالي کوریا، د اوکراین په وړاندې په جګړه کې د روسیې د ملاتړ له لا زیاتولو راوګرځوي.

په پیرو کې د اسیا پسفیک اقتصادي همکاریو د کلنۍ سرمشریزې په څنډه کې د بایډن او شي ترمنځ نننۍ کتنه داسې وخت کېږي، چې ټاکل شوې بایډن دوې میاشتې وروسته واک جمهوریپال منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ ته وسپاري.

دا به د چین له ولسمشر سره د بایډن وروستۍ رسمي کتنه وي.

شي جین پینګ هغه څوک دی چې ډیموکراتان په نړیوال ډګر کې د خپل مهم سیال په سترګه ورته ګوري.

چارواکي وايي، بایډن به د چین له ولسمشر وغواړي چې شمالي کوریا وهڅوي چې د کړکېچ د لا زیاتېدو مخه ونیسي.

اوکراين د پوتين او د جرمني د صدراعظم ترمنځ ټليفوني مکالمه وغندله

د اوکراين، روسيې او جرمني مشران
د اوکراين، روسيې او جرمني مشران

اوکراین پرون د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د جرمني د صدراعظم اولاف شولڅ ټلیفوني مکالمه وغندله.

کییف دغه مکالمه د تسکین یوه هڅه ګڼلې چې مسکو ښايي د کمزورۍ د نښې په سترګه ورته وګوري.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، دا ډول خبرې یوازې پوتین ته د هغه د نړیوالې انزوا د کمېدو هیله ورکوي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، یوازېني څه ته چې اړتیا ده، هغه قوي اقدامات دي، چې پوتین سولې ته مجبورولی شي، نه متقاعد کول او د تسکین هڅه، چې پوتین د کمزورۍ د نښې په سترګه ورته ګوري او د ځان په ګټه یې کاروي.

د جرمني صدراعظم تر دغو ټلیفوني خبرو وروسته تېره شپه پر خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، له پوتین یې غوښتنه وکړه، چې د اوکراین په وړاندې د روسیې تهاجم پای ته ورسوي او خپل پوځیان له اوکراین وباسي.

شولڅ لیکلي، چې روسیه باید له اوکراین سره مذاکرو ته لېوالتیا وښيي، چې هدف یې سولې ته رسېدل وي.

د هند په يوه روغتون کې د اورلګېدو له امله ۱۰ نوزېږي ماشومان مړه شوي

ارشيف
ارشيف

د هند د یوه روغتون د نوزېږو ماشومانو په څانګه کې د اورلګېدو له کبله لږ تر لږه ۱۰ نوزېږي ماشومان مړه شوي او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي، د هند د اترا پردېش ایالت د جهانسي ښار په روغتون کې دغه اور پرون جمعې ډېر ژر په‌دې څانګه کې خپور شو، چې هلته د ۵۵ نوزېږو ماشومانو درملنه روانه وه.

د اورلګېدو علت معلوم نه‌دی.

د اترا پردېش ایالت د اعلی وزیر مرستیال براجیش پتهاک په‌دې اړه د څېړنو ژمنه وکړه.

دغې پېښې د هند په روغتونونو کې د خوندیتوب د مقرراتو په باب پوښتنې ولاړې کړي دي.

پنجاب کې د پراخ لوګي له امله بېړنی روغتيايي حالت اعلان شوی

زهرجنو لوګیو او دوړو له څو اوونیو راهیسې د دې ایالت یوه لویه برخه پوښلې
زهرجنو لوګیو او دوړو له څو اوونیو راهیسې د دې ایالت یوه لویه برخه پوښلې

د پاکستان پنجاب ایالت د پراخ لوګي له امله پرون جمعه بېړنی روغتیایي حالت اعلان کړ او په دوو سترو ښارونو کې یې د سوداګرۍ پر چارو بندیز ولګاوه.

زهرجنو لوګیو او دوړو له څو اوونیو راهیسې د دې ایالت یوه لویه برخه پوښلې چې امله یې نژدې دوه ميلیون وګړي ناروغه شوي دي.

د پنجاب ایالت اعلا وزیرې مریم اورنګزېب پرون په یوې خبري غونډه کې په‌دې ایالت کې د بېړني روغتیایي وضعیت د اعلانولو پر مهال د دغه پراخېدونکي بحران په وړاندې د مبارزې لپاره د ځینو اقداماتو یادونه وکړه.

د روغتیایي کارکونکو رخصتي لغوه شوې، ټولې تعلیمي مؤسسې تربلې خبرتیا پورې تړلې شوي او رسټورانټونه بند شوي دي.

مېرمن اورنګزیب وویل، لوګی اوس یو ملي ناورین دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG