په ننګرهار کې د خپلواکۍ ورځې په ویاړ د ستر جشن لپاره تیاریانې
د اسد د میاشتې اته ویشتمه، چې د هېواد د خپلواکۍ ورځې سره برابره ده؛ د ګوتو په شمار ورځې ورته پاتې دي. په ننګرهار کې دغې تاریخي او له ویاړ څخه ډکې ورځې نمانځنې لپاره لس ورځې وړاندې تیاری شروع شوی او اوس هم د ښار واټونه؛ سړکونه او لویې لارې د افغانستان په بیرغونو او د غازي امان الله خان په انځورونو ښکلې کیږي. د ننګرهار والي سلیم خان کندزی وايي؛ په تېرو څو کلونو کې دا ورځ په ډېرو عادي مراسمو نمانځل کېده؛ خو د دې لپاره چې غازي امان الله خان په ننګرهار کې دفن دی؛ سږکال به د هېواد په کچه ستر جشن په دې ولایت کې ترسره کیږي.