د امریکا ولسمشربارک اوباما پرون [چهارشنبه] یو واربیا له ایران سره د اټمي موافقې دفاع وکړه او ویې ویل چې دا د اټمي وسلو د مخنیوي لپاره بې سارې، پياوړې موافقه ده.
ولسمشراوباما په واشنګټن کې د امریکین پوهنتون محصلانو ته په وینا کې وویل، دا موافقه د امریکا او ایران ټولې ستونزې نه شي ختمولای خو د امریکا د ملي امنیت یوستر هدف ترسره کولای شي.
ولسمشراوباما خبرداری ورکړچې په کانګرس کې د دې موافقې ردیدل په نړېوال سیاست کې، د امریکا موقف او اعتبارته زیان رسولای شي.
اوباما وویل، دې ته باید پام وشي چې هغه زیات شمېرکسان چې د عراق د جګړې پلوي یې کوله، د ایران د اټمي موافقې مخالفت کوي. بارک اوباما زیاته کړه:
((له ننه د سپټمبر ترمیاشتې چې د موافقې په اړه د رایې ګیرۍ وخت دی، ښايي تاسې ډيرمخالف دلایل واورئ.
د دې موافقې پرضد تبلیغ ته میلیونونه ډالر ښايي ولګیږي او ښايي د دې تبلیغ لهجه درته اشنا وي ځکه دا زیات هغه کسان دي چې د عراق د جګړې پلوي یې کوله او اوس یې د ایران د اټمي موافقې پرضد دريځ غوره کړی دی.))
ولسمشربارک اوباما وویل چې د ایران او شپږو نړېوالو قدرتونو ترمنځ اټمي موافقه چې د جون په ۱۴لاسلیک شوه، ښايي ترټولو غوره انتخاب نه وو خو د اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي لپاره داسې پياوړی ګام دی چې ساری نه لري.
بارک اوباما پرون وویل چې له اسرائیله پرته، د نړۍ ټولو هېوادونو د دې موافقې په اړه مثبتې خبرې کړي دي.
ده د ایران د اټمي هڅوپه اړه بې باورۍ ته په اشاره یې وویل:
((اټمي مواد څوک په المارۍ کې نه شي ساتلای.
د داسې موادو نښې کلونه پاتې کیږي. اخري خبره دا ده چې که ایران درغلي وکړي موږ یې نیولای شو او وبه یې نیسو.))
د امریکا کانګرس په سپټمبرکې د دې موافقې په اړه رایې اخلي.
ولسمشر اوباما کانګرس ته خبرداری ورکړی چې د موافقې د ردولو پریکړه به یې، پریکړه ویټو کړي.