د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۴

جان کري یوځل بیا له ایران سره د اټمي موافقې ننګه وکړه


د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري خبرداری ورکړ چې له ایران سره د اټمي موافقې ردول به تهرانته دا پیغام ورسوي چې د یورانیمو غني کولو کار له سره پیل کړي.

جان کري پرون (سه شنبه) د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته وویل چې د اټمي موافقې هدف د ایران د سخت دریځي رژیم اصلاح نه بلکه د اټمي بم د جوړېدو مخنیوی دی.

کري چې د دې هېواد د خزانې او انرژۍ وزیران هم ورسره و؛ یو وار بیا د ایران او غربي هېوادونو ترمنځ د اټمي موافقې دفاع وکړه:

((ایران موافقه کړې چې د یورانیمو له غني کولو ډډه وکړي؛ غني شوي یورانیم به هم نه اخلي او د تل لپاره به د داسې یورانیمو له ترلاسه کولو ډډه کوي چې په وسلو کې د استفادې وړ وي.

خو موږ به څرنګه د دې سپیناوی کوو چې ایران په عمل کې دا کار کوي؟ په ځانګړي توګه، ۱۵ کاله وروسته به څه کیږي؟ په دې اړه باید ووایم چې موږ د څارنې او تفتیش یو ډېر دقیق رژیم جوړ کړی چې ایران موافقه ورباندې کړې او که چیرې دا کار ونه کړي؛ د موافقې د ماتولو معنی به ولري.))

جان کري د یو شمېر کسانو دا استدلال رد کړ چې په ویانا کې شوې موافقه د ایران اټمي پروګرام ته رسمیت ورکوي او ټينګار یې وکړ چې د موافقې پر اساس؛ د ایران رهبران د تل لپاره د اټمي وسلو له جوړولو منع دي:

((زه په هغو اندیښنو پوهیږم چې زموږ ملګري په ځانګړي ډول اسراییل یې لري. خو موږ باور لرو چې هغه کار چې موږ دلته کړی د اسرائیل او سیمې د امنیت د خوندي کولولپاره دی. زه ټینګار کوم چې موږ هغه امکانات چې نن ورځ يې لرو په نورو 5، 10 یا 20 کلونو کې هم ساتلای شو.))

کري ټينګار وکړ چې دا موافقه پر ایران د اعتبار پر اساس نه ده شوې؛ بلکه د دې هیواد د اټمي پروګرام پر ځینو برخو لګیدلي بندیزونه دایمي دي او شوې موافقه یې نه شي لرې کولاي.

ایران او د نړۍ 6 مقتدرو هېوادونو چې 5+1 هم ورته ویل کیږي؛ د جولای په ۱۴مه موافقه وکړه چې د تهران پر اټمي پروګرام د محدودیتونو په مقابل کې پر دې هېواد د نړېوالو اقتصادي بندیزونه لرې شي.

جان کري وویل، که امریکا له دې موافقې مخ اړولای واي، نړیوالو شریکانو یې دا کار نه کاوو ځکه نړیوالو له ایران سرهجوړجاړي غوښت.

((له موافقې د وتلو په صورت کې به پر ایران د نړېوالو هغه بندیزونه چې دا هېواد یې مذاکروته مجبور کړ؛ د امریکا له خوښې پرته لرې شوي وو.))

XS
SM
MD
LG