د امریکا د بهرنیوچارو وزیر پرون کانګرس ته خبرداری ورکړ چې د ایران د اټمي پروګرام په اړه د شوې موافقه رد به د ایران اټمي پروګرام ته د اجازې ورکولو په معنا وي.
په داسې حال کې چې جمهوري غوښتونکي سناتوران له ایران سره د شوې موافقې د رد لپاره کمپاین پیل کړی، ولسمشر بارک اوباما په کانګرس کې د دې موافقې د تصویب هڅې چټکې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرد کانګرس غړو ته خبرداری ورکړ چې که د ایران د اټمي پروګرام په اړه له شپږو لویو قدرتونو سره شوې موافقه تصویب نه کړي، دا به ایران ته په څرګنده د یوه لوی شین څراغ په معنا وي څو اټمي وسله جوړه کړي.
جان کري پرون د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې استماعیه غونډې ته وویل که کانګرس دا معامله په یو اړخیز ډول رد کړي، نو واشنګټن به پر تهران له هرهغه لګول شوي محدودیت څخه په شا شي چې تهران او شپږو لویو قدرتونو په ویانا کې موافقه پرې وکړه.
د ښاغلي کري په وینا د امریکا کانګرس د ایران د اټمي پروګرام په اړه د موافقې له تصویب پرته بل انتخاب نه لري:
((موږ له دوو انتخابونو سره مخامخ یو. یو دا موافقه چې باید د ایران اټمي پروګرام محدود وي، تر سخت څار لاندې او بشپړ ډول سوله ییز وي او یا دا چې هېڅ کومه موافقه نه وي.))
د سنا د استماعیه غونډې په پیل کې جمهوري غوښتونکي سناتور باب کراکر له ایران سره د موافقې پر موادو سخت انتقاد وکړ خو په ځواب کې یې کېري د هغې دفاع وکړه:
((حقیقت دا دی چې د ویانا پلان د ټولو هغو بدیلو پلانونو په پرتله چې په اړه یې خبرې کېږي، د ایران د اټمي پروګرام د محدودولو لپاره یو ځواکمن، هراړخیز او دوامدار امکان برابروي.))
سپینې ماڼۍ هلې ځلې چټکې کړي څو په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکي ګوند د غړو له خوا له ایران سره د اټومي موافقې د رد د هڅو مخه ونیسي.
د دې موافقې له مخې ایران منلې ده چې خپل اټومي پروګرام به په اوږدمهال کې محدودوي او په بدل کې به یې پر دې هېواد د لویدیځ له خوا لګول شوي بندیزونه په تدریجي ډول فسخ کېږي.
اوباما د فشارونو په نتیجه کې ومنله چې دا موافقه به کانګرس ته د غور او تصویب لپاره استوي خو ښاغلي اوباما د جولای په ۱۴مه، په ویانا کې د دې موافقې د لاسلیک په ورځ ګواښ وکړ چې دی به د کانګرس د مخالفت هرراز پرېکړه ویتو کړي.