د امریکا د بهرنیوچارو وزیرجان کري وايي: پر ایران د بندیزونو د لرې کولو بهیر ښايي په راتلونکو 6 میاشتو کې پيل شي.
کري پرون [سه شنبه] د امریکا ږغ - فارسي خپرونې ته په مرکه کې وویل چې ایران او د اټمي انرژۍ د څارنې نړېواله اداره باید ځیني کارونه ترسره او یو شمېرمسالې حل کړي.جان کري وویل:
((د دقیقې نیټې څرګندول ګران کاردی خو د بندیزونو د لرې کیدو بهیرښايي نورې 6 میاشتې وخت ونیسي.
په دې پورې هم اړه لري چې په راتلونکې کې څه کیږي خو زه فکرنه کوم چې تردې مخکې بشپړ شي.))
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرڅرګنده کړه چې د اټمي موافقې پر اساس به له ایران سره پر سوداګرۍ، سفر، پانګونې او داسې نورو سکټورونو چې ګټه یې خلکو ته رسیږي، بندیزونه لري شي او د ایران خلکو ته د ښه ژوند امکانات به زیات شي. جان کري وړاندې وویل:
((په موافقه کې امریکا ته د ایرانیانو پرسفر د بندیز د لرې کیدو امکان شاملیدلای شي خو هغه څه چې اوس په موافقه کې راغلي پر مالیې او بانکونو او د موادو پر لیږدولو ځانګړي بندیزونه دي چې لرې به شي.
د ایران خوراکي موادو ته به د خرڅيدو اجازه ورکړل شي.
د پستو، غالیو او داسې نورو شیانو پر خرڅلاوو به بندیز لرې شي. خو زموږ اساسي بندیزونه به پاتې وي.))
ایران، جرمني او د ملګروملتونو د امنیت شورا 5 دایمي غړو چې [5+1] هم ورته ویل کیږي، د جولای په 14 د ایران د اټمي پروګرام د محدودیدو په بدل کې پردې هېواد د یو شمېربندیزونو د لرې کیدو پریکړه وکړه.
د امریکان کانګرس 60 ورځې وخت لري چې د دې موافقې په اړه رایې واخلي. ولسمشربارک اوباما ویلي چې که کانګرس دا موافقه رد کړي، له خپله صلاحیته به کار واخلي او د کانګرس پریکړه به ویټو کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جولای په 19 وویل چې د موافقې متن یې د کتنې لپاره کانګرس ته استولی دی.
د موافقې ردیدل به ښايي د ولسمشراوباما اوکانګرس ترمنځ پيچلې ستونزې پيدا کړي.
جان کري وویل چې په کانګرس کې یو شمېرکسان پرته له دې چې د موافقې متن ولولي، مخالفت څرګندوي او خبرداری یې ورکړ چې د موافقې ردول به د جنګ او بحران د غوره کولو معنی ولري. جان کري زیاته کړه:
((کانګرس 60 ورځې وخت لري نو د سپټمبر په 19 بایید رایې واخیستل شي او که چیرې داسې وشي، په دې معنی به وي چې موافقه به له هغې ورځې د عملي کیدو په لور روانه شي.
ترهغه وروسته یو شمېرکارونه دي چې ایران او د اټمي انرژۍ د څارنې اداره یې باید ترسره کړي تر څو بندیزونه لرې شي. نو ښايي د شپږو میاشتو په شاوخوا کې وخت ونیسي.))
جان کري په ایران کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه وویل چې امریکا پر ډيموکراسۍ او د خلکو پر حق باور لري او تل به یې د دفاع لپاره دریږي.
کري وویل چې په ایران کې د زنداني شویو امریکاییانو د خوشې کیدو لپاره به خپلې هڅې جاري وساتي.