د ایران مذهبي مشرعلي خامنه يي وايي، د امریکا د ” استکبار“ په وړاندې به یې د هېواد مخالفت کې کوم بدلون رانه شي.
نوموړی دا څرګندونې پرداسې مهال کوي چې په دې اونۍ کې ایران د امریکا په شمول د نړۍ د شپږو پیاوړهېوادونو سره د خپلې اتمي شخړې پر سر یوې دایمې موافقې ته ورسید.
د ایران د مذهبي مشر علي خامنه يي دا څرګندونې د ایران دولتي تلویزون په مستقیمه توګه له هغو مراسمو خپرولی چې تهران په یو جومات کې د کوچني اختر په مناسبت جوړ شوي وو. په دې مراسمو کې د خامنه يي له دې وینا سره یو ځای خلکو د ”مرګ پر امریکا“ او ” مرک پر اسرایلو “ شعارونه بدرګه کول.
خامنه يي په خپله وینا کې وویل:
”له دې خبرو اترو او د موافقې له چمتو شوې متن سره، زموږ سیاست د امریکا د مستکبر دولت په وړاندې هیڅ ډول بدلون نه مومي.“
خامنه يي چې د ایران په ټولو دولتي چارو کې وروستۍ پریکړه کوي، په خپله وینا کې وویل د امریکا متحده ایالتونه په منځني ختیځ کې د ایران د تګ لارې پرضد تګلاره لري او ایران به دغلته د خپلو متحدینو ملاتړ ته دوام ورکړي.
نوموړې وویل، که اټمي موافقه تایید شي که نه شي ایران به په سیمه کې د خپلو متحدینو له ملاتړ لاس وا نخلي.هغه د فلسطین، بحرین او یمن د ولسونو او د سوریې او عراق د دولتونو یادونه وکړه چې دده په وینا د ایران ملاتړ به ورسره دوام وکړي.
د ایران مذهبي مشر دا هم وویل د اتومي پروګرام په اړه د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو سره د ایران توافق د ایران د خلکو د ګټو د ساتلو په هدف شوی خو زیاته یې کړه چې په دې خبرو کې له امریکا سره په نړېوالو، سیمه ییزو او دوه اړخیزو مسالو جوجاړی نه دی شوی.
په ویانا کې د جولاې په اولسمه نیټه له ایران سره د شوي موافقې له مخې به ایران خپل اتومي پروګرام محدودوي او لویدیځ به پرې دې هېواد هغه بندیزونه لرې کوي چې د ایران اقتصاد یې په تیرو څو کلونو کې سخت زپلی دی.
سپینه ماڼۍ وايي، د اتمي وسلو له جوړولو څخه د ایران د راګرځولو لپاره لا هم پوځي انتخاب پرځای دی، خو د امریکا حکومت لومړی دیپلوماسي ازمويي.
د شنبې په ورځ ولسمشربارک اوباما په خپله اونیزه وینا کې وویل، له ایران سره د دې موافقې پرته د نړۍ په دې حساسې سیمې کې د یوې بلې جګړې خطر وو.
نوموړی وویل، دا موافقه په اصل کې ایران د اتمي بم له جوړولو څخه ډیر لرې کوي. ولسمشر اوباما وايي ددې موافقې له مخې به امریکا د ایران د مهمو اتومي تاسیساتو سیمې به بې سابقې توګه پرلپسې څاري.
ولسمشر بارک اوباما یو وار بیا دا یو ښه موافقه یاده کړه او ویې ویل:
”دا چې دې موافقې ته د رسیدو لپاره خبرو اترو ډیر وخت ونیوه، دا یو علت لري او هغه دا چې موږ د یوې خرابې موافقې کول ونه منل.“
د ولسمشر بارک اوباما جمهوري غوښتونکي سیالان هڅه کوي چې د ایران سره شوې دا موافقه د امریکا په کانګرس کې تایید نه شي.