د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۸

ایران او شپږو طاقتونو یوه تاریخي اټمي معامله وکړه


ډیپلوماټانو اعلان کړی چې ایران او د نړۍ شپږو قدرتونه بلاخره یوه اټمي توافق ته ورسیدل.

راپورونه وایي د دې توافق پراساس ایران د څو کلونو لپاره خپل اټمي فعالیتونه محدودوي.

په ویانا کې اتلس ورځې کړکیچن بحثونه او پایله یې یو تاریخي توافق!

لویدیځو او ایراني ډیپلوماټانو نن ومنله چې د اټمي پروګرام په اړه په خپلو کې یوه تاریخي توافق ته ورسیدل.

دا هغه توافق دی چې له مخې به یې ایران خپل اټمي فعالیتونه محدودوي او په بدل کې به د لویدیځ له لوري پردغه هېواد لګیدلي اقتصادي بندیزونه لیري کیږي.

یو ایراني ډیپلوماټ چې نوم یې نه دی ښودلی رویټرزته ویلي:

«ټولو ستونزمنو کارونو بلاخره نتیجه ورکړه او موږ یوه توافق ته ورسیدو.»

اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس هم د یوه لوړ پوړي ډیپلوماټ له قوله لیکلي:

«وروسته له هغه چې اټمي مرکچیانو د اختلافاتو لپاره حل لاره وموندله، توافق هم وشو.»

هغه زیاتوي دا توافق د ایران او واشنګټن ترمنځ دی او له مخې یې د ملګروملتونو څارونکي کولای شي د ایران پوځي مرکزونه تفتیش کړي.

لویدیځ هېوادونه له دې ویره لري چې له دغو مرکزونوڅخه د اټمي وسلې د جوړلو په برخه کې استفاده وشي.

رویټرزخبري اژانس دغه راز د ډیپلوماټانو له قوله وایي چې د دغه توافق پراساس هغه بندیزونه چې د ایران پر بالسټیک توغندیو لګیدلي دي، د اتو کلونو لپاره پرخپل ځای دي.

دغه رازدا هم ویل شوي چې پر ایران د ملګروملتونو تسلیحاتي بندیزبه هم ترپنځو کلونو پورې پرخپل ځای وي.

ایران وړاندې په سمدستي ډول د دغو بندیزونو د لېرې کیدو غوښتنه درلوده، خو امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو غوښتل دغه بندیزونه د اوږدې مودې لپاره پاته شي او له همدې کبله د ایران او د نړۍ د شپږو سترو قدرتونو ترمنځ اختلافات رامنځته شوې وه.

په دې توافق کې راغلي چې د توافقنامې له موادو څخه د سرغړوني په صورت کې به په پنځه شپیته ورځو کې بیرته پر ایران اقتصادي بندیزونه وضع کیږي.

د امریکا کانګرس به۶۰ ورځې وخت ولري چې دغه موافقتنامه وارزوي او د امریکا ولسمشربارک اوباما باید پر ایران د بندیزونو د لېرې کیدو لپاره د کانګرس پریکړې ته انتظار وباسي.

XS
SM
MD
LG