د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۹

د اټمي هوکړې په اړه امریکا د تهران له خوا غولول شوی


په داسې حال کې چې په ویانا کې د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ اټمي توافق ته رسیدلو لپاره خبرې روانې دي، د امریکا د استازو د جرګې یوشمېرغړو د دغه توافق په هکله خبرداری ورکړ او ويې ویل چې د امریکا حکومت د تهران له خوا غولول شوی دی.

د امریکا د استازو د جرګې یو شمېر غړو خپلې دغه اندیښنې د استازو د جرګې د بهرنیو چارو د کمیټې پرونۍ غونډې کې چې ایران سره د اټمي توافق د نتایجو د څیړنې لپاره رابلل شوې وه بیان کړې.

دا غونډه په داسې حال کې وشوه چې بل خوا په ویانا کې د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو، امریکا، روسیې، برتانیې، فرانسې چېن او جرمني ترمنځ اټمي توافق ته رسیدلو لپاره خبرې روانې دي.

مرکچېان زیار باسي چې داسې یو توافق ته سره ورسیږي چې د ایران اټمي پروګرام محدود او په دغه هېواد باندې لګول شوي بندیزونه لیرې کړي.

دوی وايي چې توافق ته نږدې شوي دي خو د ترسره کولو لپاره یې سختو پریکړو ته اړتیا ده.

د امریکا د کانګرس د استازو د جرګې یو شمېرغړو پرون وویل چې په ایران باندې باورنه شي کېدای او ګواښ یې وکړچې ناوړه توافق باید ترسره نه شي.

د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې جمهوري پلوي مشر ايډ رایس، Ed Royce وویل چې دا د موږلپاره یو ناوړه توافق ځکه دی چې د دایمي امتیازاتو د ورکولو په مقابل کې موقتي ګټې ترلاسه کېږي او هغه هم چې ایران داسې درغلي ونه کړي چې شمالي کوریا کړې:

((د اوباما حکومت د تګلارې په هرګام کې که هغه د یورانیمو د غني کولو ظرفیت دی یا د توغندیو انکشاف او یا د بندیزونو لیرې کول، د ایران د رژیم د اساسي ماهیت ناسمه محاسبه کړې ده.))

دغه رازجمهوري پلوې استازې الینا روزلهتینن، Ileana Ros-Lehtinen محتمل توافق له واقعیته لیرې یو تخیلي فکر وګاڼه:

((یواځنی ښه توافق هغه دی چې ایران د یورانیمو له غني کولو یو مخ لاس واخلي او خپل اټمي تاسیسات له منځه لیرې کړي.))

د امي بیرا Ami Bera په شمول څو تنو ډیموکراټو استازو هم خپلې اندیښنې څرګندې کړې. هغه وویل چې مشروعې اندیښنې لري او هغه دا چې اټمي توافق به د ایران اقتصاد پیاوړی کړي خو نړېوالو مفتشینو ته به اجازه ورنه کړي چې د دغه هېواد د اټمي تاسیساتو پراخې لیدنې ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG