د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۸

کري: د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرو کې حقیقي پرمختګ شوی


د امریکا د بهرنیوچارو وزیر له ایران سره د شپږو لویو قدرتونو په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه په خبرو کې حقیقي پرمختګ شوی؛ خو زیاتوي چې لاهم دا خبرې هغه پړاو ته نه دي رسېدلي چې باید رسېدلي وای.

ښاغلي کېري وویل، هغه وخت رارسېدلی چې ولیدل شي آیا توافق ته رسېدل امکان لري کنه. ښاغلي کېري په ویانا کې د نړۍ د شپږو قدرتونو او تهران د خبرو په نهمه ورځ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جوادظریف سره له کتنې وروسته وویل:

((اوس به د دې هدف لپاره کار کوو چې دا کار په ټاکلي مهلت کې دننه بشپړ کړو. دا مو هدف دی او موږ به ټول لازم فشار وکاروو څو ورورسېږو. لکه څنګه چې موږ ټولو ویلي؛ اوس مهال د جولای د اوومې خوا ته چې مهلت ټاکل شوی پرمخ ځو.))

ښاغلي کېري د خپل ایراني سیال څرګندونو ته چې وايي؛ دواړه لوري له دې مخکې هېڅکله نه وو سره نژدې شوي؛ اشاره وکړه او ویې ویل چې له دې وینا سره موافق دی؛ خو دا خبرې پر سم او ناسم لوري تلای شي. کېري خبرداری ورکړ چې د ایران د ناغېړۍ په صورت کې امریکا د خبرو له بهیره وتلو ته چمتو ده.

په همدې حال کې اسراییلو یوځل بیا د ایران او لویدیځ ترمینځ خبرو کې د پرمختګ په اړه اندېښنه ښودلې. د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون د کابینې په غونډه کې له ایران سره احتمالي موافقه له شمالي کوریا سره د ۱۹۹۴ کال موافقې ته ورته وبلله:

((دا موافقه به چې کار پرې روان دی؛ ایران ته د اټومي بم د جوړولو لاره پرانیزي او همداراز ایران ته د سلګونه میلیارد ډالرو د ترلاسه کولو امکان برابر کړي؛ څو پر نورو د یرغل او په سیمه او نړۍ کې د تروریستي کمپاین لپاره کار ترې واخلي.

دا یوه بده معامله او کمه بده نه بلکې تر ټولو ناوړه معامله او حتی زما په نظر له شمالي کوریا سره تر هغې معاملې هم بده ده چې په نتیجه کې شمالي کوریا اټومي وسله جوړه کړه.))

له دې مخکې ډیپلوماټانو ویلي وو چې پر ایران د امریکا او اروپايي ټولنې د بندیزونو د ځنډولو پر میکانیزم مقدماتي موافقې ته رسېدلي؛ خو شپږو لویو قدرتونه د ملګروملتونو د امنیت شورا د هغه پرېکړه لیک په اړه تراوسه موافقه نه ده کړې چې له مخې یې بندیزونه لېرې کېږي او له شوې موافقې د تهران د سرغړونې په صورت کې بیا نافذېږي.

ایران او لویدیځ له دې مخکې څو ځلې په خبرو کې پرمختګ کړی؛ خو د ځینو جزییاتو پرسر نه دي سره جوړ شوي.

XS
SM
MD
LG