د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۸

ټلویزیون، د اسلامي دولت ډلې لپاره د تبلیغ وسیله


د اسلامي دولت ډلې سخت دريځو د عراق په رمادي ښار کې لوی ټلويزيونونه لګولي دي او په کې ادعاوې کوي چې دوی به په عراق کې نورې سيمې هم ونيسي.

تېره مياشت د اسلامي دولت ډلې سخت دريځو د انبار ولايت مرکز رمادي ونيوی.

د عراق د حکومتي ځواکونو او سخت دريځو تر منځ پرون هم سختې نښتې روانې وې؛ خو هېڅ لور پرمختګ ونه کړ.

په عراق کې د شيعه ګانو په مشرۍ حکومت او امریکايي متحدان يې د اسلامي دولت سخت دريځو له کنټروله د انبار ولايت د مرکز رمادي د بېرته نيولو هڅې کوي. په انبار ولايت کې د سنيانو اکثريت دی او اوسمهال د ټول عراق درېيمه برخه د اسلامي دولت ډلې تر کنټرول لاندې ده.

په رمادي کې يوه دوکاندار رويټرز خبري اژانس ته په ښار کې د ټلويزيونو په اړه ويلي:

((دوی په عراق کې د خپلو پوځي عملیاتو ويډيوګانې ښکاره کوي او د نيول شويو پوځيانو ثبت کړي اقرارونه هم خپروي.))

دغه دوکاندار د نوم نه ښودلو په شرط ويلي:

((ځينې پروګرامونه ځوانان هڅوي چې د اسلامي دود سره سم چلند وکړي او د ځوانانو هلکانو د پوځي روزنې ويډيو ګانې ښکاروي چې څه ډول وسلې واخلي او جګړه وکړي.))

د عراق پوځ چې د سخت دريځو پر وړاندې بې کفايته ثابت شو؛ تر ډېره بريده د شيعه ملېشو چې د ايران ملاتړ ورسره دی او د امريکا په مشرۍ پر هوايي بمباریو اکتفا کوي؛ تر څو د اسلامي دولت سخت دريځو پرمختګ ورو کړي. د عراق پوځ دغه سخت دريځي تروريستان بولي.

د اسلامي دولت ډلې سخت دريځي هر هغه څوک وژني چې دوی ته مخالف ښکاري او دوی هڅې کوي چې په عراق او سوريه کې تر کنټرول لاندې سیمو کې پاتې کېدونکی اسلامي خلافت جوړ کړي.

د چار شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر بارک اوباما په انبار ولايت کې د ۴۵۰ نورو ځواکونو د ګومارلو حکم وکړ چې له عراقي پوځيانو سره مرسته وکړي؛ تر څو له اسلامي دولت ډلې څخه سيمې بېرته تر لاسه کړي.

دا ډله د ټولنيزو رسنيو او ويډيو ګانو په خپرولو سره هڅې کوي چې نور ملاتړي ومومي. په دې ویډيوګانو کې دوی د عراق د حکومت د سرتيرو او مذهبي اقليتونو وژنې ښکاروي.

ځايي اوسېدونکي وايي، دغه ويډيوګانې پر سي ډي باندې خلکو ته ورکول کيږي.

پرون د حکومتي ځواکونو او اسلامي دولت سخت دريځو تر منځ نښتې وشوې؛ خو هېڅ خوا پرمختګ ونه کړ.

XS
SM
MD
LG