د ایران مذهبي مشرایت اله علي خامنه اي وایي، چې نړېوالو مفتشانو ته به اجازه ورنه کړي چې د ایران پوځي مرکزونه وپلټي.
خامنه اي په تهران کې د نویو فارغ شویو افسرانو غونډې ته د چهارشنبه په ورځ وویل:
((موږ وویل چې اجازه نه ورکوو چې له هیڅ یوه پوځي مرکزه، هیڅ ډول پلټنه د بهرنیو له لورې وشي.
دوی وایي، چې موږ راځو ستاسو له پوهانو سره مرکې کوو، يعنې په حقیقت کې غواړي چې تحقیق وکړي، موږ اجازه نه ورکوو چې زموږ اټمي پوهانو او د هرمهمې او حساسې برخې پوهانو ته لږ څه هم توهین وشي، زه اجازه نه ورکوم.))
خامنه اي دا خبرې په داسې وخت کې کړي دي چې ایران ته د امنیت شورا پنځه دایمي غړيو او جرمني د جون تر دیرشمې ضرب الاجل ټاکلی دی څو دواړه لورې د تهران د اټمي هڅو په برخه کې یو تړون وکړي.
د جرمني په هانور پوهنتون کې د اټمي زده کړو د دوکتورا محصل او د کابل د ساینس پوهنځي استاد محمد تنها ازادي راډيو ته وویل، چې د اټمي انرژۍ د نړېوالې ادارې له اصولو سره د خامنه اي خبره مخالفه نه ده:
((د نړېوال اټمي اژانس په کاري برخه کې دا شامله ده چې نظامي یا د اردو کوم فعالیتونه چې وي هغه د نړېوال اټمي اژانس د تفتیش تر پوښښ لاندې نه راځي، یعنې هرهېواد چې هسته اي ټکنالوژي کاروي هغه مسوول نه دی چې خپله نظامي ټکنالوژي که هسته وي هم وي نړیوال اټومي اژانس یا بل هر مفتش ته راپور ورکړي.))
په اټمي برخه کې د ایران دغو قانوني هڅو ته اسراییل ژوره اندیښنه لري.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو تیره ورځ په بیت المقدس کې خبریالانو ته وویل:
((که چیرته موږ غواړو چې وپوهیږو چې له ایران سره د دغه تړون له امله څه پیښږي، نو تاسو وګوري چې له شمالي کوریا سره د شوي تړون له مخې څه وشول، د مفتشانو او ژمنو سربیره، شمالي کوریا اټمي قوت شو.
دغه اونۍ شمالي کوریا اعلان وکړ، چې په بریالیتوب کې یوه اټمي وسله جوړه کړې.
زه فکر کوم چې نړېواله ټولنه نژدې ده چې له ایران سره ورته تیروتنه وکړي او زه ویره لرم لومړنۍ موافقه همداسې شوې. د سیمې سوله او ثبات چې نړۍ یې غواړي په دې کې ده، چې موږ ټینګار کوو چې بهتره تړون وشي او لاهم ناوخته نه دی.))
نړېوال له ایرانه غواړي چې خپل اټمي فعالیتونه راکم کړي څو په بدل کې یې پر دغه هېواد یو شمېر لګیدلي بندیزونه لري شي.