په تهران کې د جمعې د لمانځه موقت امام، ایت الله محمد علي موحدي کرماني د سعودي عربستان پر خلکو ږغ کړی چې د حاکمې سلطنتي کورنۍ او د هغوی د جنایتونو پر ضد پاڅون وکړي.
د شیعه حوثي وسله والو پر ضد، په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي ايیتلاف د هوايي حملو له امله؛ په سیمه کې د رقبیو هېوادو اختلافونه زیات شوي دي.
ایت الله موحدي کرماني، به یمن کې د سعودي په مشرۍ هوايي عملیاتو ته په اشاره؛ پر سعودي عربستان تور پورې کړې چې په یمن کې یې بشري ضد جنایت کړی دی.
د ایران د یو شمېر خبري رسنیو په حواله؛ ایت الله کرماني د سعودي عربستان له خلکو دا پوښتنه کړي:
"تاسې تل قران لولی خو ایا تاسې څه پیغام ورڅخه اخیستی دی؟ تاسې ولې د خپلو ځپونکو واکمنانو پر ضد ږغ نه پورته کوی؟ تاسې ولې غلي یاست؟"
سعودي عربستان پر ایران تور لګوي چې په یمن کې شیعه؛ حوثي ملیشو ته وسلې ورکوي، خو تهران دا تورونه ردوي او وايي چې حوثیانو ته یې یوازې سیاسي او بشري مرستې رسولې دي.
د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه یي په وروستیو کې؛ په یمن کې هوايي حملو ته د قتل عام خطاب وکړ.
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ګارد (سپاه پاسداران انقلاب) مشر محمد علي جعفري ویلي چې سعودي عربستان په یمن کې هوايي بمبارۍ پيل کړې او د اسراییلو پر پله روان دي.
په تهران کې د جمعې د لمانځه موقت امام، موحدي کرماني څرګنده کړې چې د سعودي عربستان په ځنې سیمو کې د دې هېواد د واکمنۍ پر ضد احساسات شته خو کافي نه دي:
"که چېرې د عربو ټاپو وزمه پاڅون وکړي او د تشدد پر ضد شعارونه ورکړي؛ نو د ایران د اسلامي جمهوریت په څير راتلونکې به ولري چې د ځپونکو رهبرانو او جنایتونو لپاره به ځاي نه لري."