د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۲

اوباما: له ايرانه د خطر په صورت کې د سني مېشتو هېوادونو مرسته کوو


د امريکا په کمپ ډېويډ کې په يوه کم سارې سرمشريزه کې د پنجشنبې په ورځ د امريکا ولسمشر بارک اوباما د فارس خليج له سني هيوادونو سره د خپلې کلکې ژمنتيا څرګندونه وکړه او حتی دا يې وويل چې که د ایراني حکومت يا بل چا له خوا امنيت ته خطر پېښ شي، امریکايي پوځ ته به د مرستې امر وکړي.

ده وویل چې امريکا به د قوې ټول عناصر وکاوري تر څو په خليج کې خپلې ګټې خوندي وساتي او د خپلو متحدينو پر خلاف ټول بهرني تيری به په شا وتمبوي.

واشنګټن له پخوا په خليج کې له خپلو متحدينو سره پوځي مرستې کړي دي.

تر ټولو مشهوره بېلګه په ۱۹۹۱م کال کې پر عراق له هغه وروسته حمله ده چې دې هيواد کوېت ونیوه.

خو د امريکا د بل متحد هيواد اسرائيل په شان، عرب هيوادونه هم بېره لري چې د ايران د اټومي پروګرام پر سر موافقه به دغه هیواد لا قوي کړي چې له مخکې لا په سوريه کې د بشار الاسد د حکومت ملاتړ کوي.

اوباما په کمپ ډېويډ کې د سرمشريزې پر مهال په خپله وينا د شپږو عربو هیوادونو د مشرانو سره، چې د خليج د همکارۍ د شورا غړي دي، تر ليدو وروسته وويل:

موږ په سوريه کې د کړکېچ په اړه خبرې وکړې. موږ د يمن د وضعيت په اړه بحث وکړ. موږ له تاوتريخوالي ډکې سخت دريځۍ په اړه او په ځانګړې توګه په دې اړه خبرې وکړې چې د داعش په اړه څه اضافي کارونه بايد وکړو

د پنجشنبې په ورځ اوباما ژمنه وکړه چې له دوی سره ملګرتيا به يوه نوي پړاو ته يوسي چې پکښي د دفاعي باليستيک توغنديو او انترنيتي امنيت ورکولو څخه تر ګډو پوځي روزنو او تمرينونو پوري شامل دي.

د ايران د پارلمان د ملي امنيت او بهرنیو پاليسۍ کميسيون ريس علاالدين بروجردي د پنجشنبې په ورځ په دمشق کې يوه خبري کنفرانس ته په وينا کې سوريې ته د ايران د مالي او پوځي مرستو د دوام تاييد وکړ.

د ايران لپاره سوريه تل د دفاع لومړۍ کرښه اوسېدلی دی نو موږ به سوريې ته خپل ملاتړ جاري وساتو او دا دريځ له پوښتنې وتلی دی.

په سرمشريزه کې برخه اخيستونکو هیوادونو په يوه ګډه اعلاميه کې ژمنه وکړه چې د يمن، سوريې، ليبيا او عراق په ګډون به سيميېزو ستونزو ته حل راباسي.

XS
SM
MD
LG