د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۲

کانګرس د ايران په باب يوه لايحه تصويب او په دې باب خپل صلاحيت زيات کړ


د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو جرګې د پنځه ویشتو مخالفو رایو په مقابل کې په څلورسوو مثبتو رایو هغه لایحه تصویب کړه چې له ایران سره د هر ډول موافقې د څېړلو او حتى ردولو لپاره د کانګرس صلاحیت زیاتوي.

تر دې مخکې د کانګرس د سنا جرګې هم دا لایحه تصویب کړې وه . ټاکل شوې ده چې دا لایحه اوس د ولسمشر باراک اوباما لخوا د توشیح لپاره سپینې ماڼۍ ته واستول شي.

د امریکا په ګډون د نړۍ ۶ قوتونه غواړي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د راتلونکې جون میاشتې تر دېرشمې پورې له تهران سره یوې نهايي موافقې ته ورسیږي.

د فرانس پریس خبري اژانس په حواله د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالي ویڼدي شرمن په مشرۍ یوه امریکايي پلاوی د پنجشنبې په ورځ په ویانا کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه په روانو خبرو کې ګډون وکړ.

د کانګرس د سنا د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر ایډ رویس ویلي د ایران د اټومي پروګرام په اړه د کانګرس لخوا تصویب شوې لایحه به د ولسمشر اوباما اداره پرې نه ږدي چې له تهران سره د موافقې له بهیر څخه کانګرس بې خبره او لرې وساتي.

نوموړي وویل کانګرس به له ایران سره په نهايي موافقې د قضاوت لپاره په غوره موقعیت کې وي څو یقیني شي چې د باراک اوباما اداره کومه بده موافقه ونه کړي.

دغه راز د دې لایحې پر اساس ولسمشر اوباما به مکلف وي چې په ۹۰ ورځو کې کانګرس ته معلومات ورکړي چې ایران د شوې معاملې پابندي کوي او که څنګه.

د فرانسې خبري اژانس زياتوي، د امریکا جمهور رئیس به لس ورځې وخت ولري چې د کانګرس لخوا تصویب شوې لایحه ویټو کړي او د ویټو کولو په صورت کې به د متحده ایالاتو د کانګرس دواړه جرګې لس ورځې وخت ولري چې د ولسمشر ویټو لغوه کړي.

اخوا د ایران حکومت د متحده ایالاتو کانګرس تورن کړی چې د ایراني مرکچیانو پر وړاندې رواني جګړه کوي.

ولسمشر اوباما وروسته له هغې د دې لایحي د ویټو کولو له ګواښ تېر شو چې ورته ښکاره شوه د هغه خپل ډیموکراټ ګوند له دې لایحې کلک ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG