کراچۍ: پر اسماعيلیه فرقې برید ۴۳ تنه ووژل
د پاکستان د سند ايالت په مرکز او ستر ښار کراچۍ کې پر يوه مسافروړونکي بس وسله والو بريد کړى، چې په نتيجه کې يې دوى ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د کراچۍ ښار د امنيتي چارواکيو په وينا، وسله والو نن د کراچۍ ښار په صفوره چورنګي نومي سيمه کې د اسماعيليه فرقې د لږکيو پر يوه بس د وسله وال بريد کړى، چې په نتيجه کې تر دې دمه لږ تر لږه ٤٣ کسان مړه او ١٣ نور ټپيان شوي دي. د جندالله ډلې رسنیو ته د برید پړه پر غاړه اخیستې ده