په پښېور کې توپاني بارانونو په لسګونه کسان وژلي
د خيبر پښتونخوا په پېښور، چارسده او نوښار کې له سيلۍ او توپاني بارانونو نژدې ۴۵ کسان وژل شوي او تر دوو سوو زیات ژوبل شوي دي. بېګا شپه له مشال راډ يو سره په خبرو کې د پېښور ډي سي او ریاض مسعود وویل چې د سر او مال تر ټولو زیات زیان د ښار په څنډو کې ناپوخته ابادۍ ته رسېدلی دی. د لېډي ريډینګ روغتون چارواکو په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې په وژل شوو کې نولس ښځې هم شاملي دي او زیاتوي چې د وژل شوو شمېره زیاتيدلی شي. د شبير جان ویډیو