د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۱

د ايران پر اټومي پروګرام خبرې وروستي مهلت ته نژدې شوي


دایران او شپږو لویو هیوادونو ترمینځ اټومي خبرې دټاکل شوي مهلت پای ته نژدې کیږي.

په داسې حال کې چې د سبا ترپایه باید دواړه خواوې یو مقدماتي توافق ته سره ورسیږي د نړۍ دشپږو لویو هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو په خپل ایراني ساري فشار راوستی.

د فرانسې خبرې آژانس رپوټ ورکوي چې د برتانیا بهرنیو چارو زویر فیلیپ هاموند چې له خپلو نورو سارو وروسته په یوې باراني ورځې کې سویس ته راورسیده وویل چې دی باور کوي چې یو توافق کیدای شی رامینځ ته شي، خوباید داسې توافق وي چې ایران داټومی بم له جوړولو لیرې وساتي:

”موږ ځکه دلته یو چې توافق کیدای شي رامنځته شي. د توافق ترسره کیدل د ټولو په ګټه دي خو باید داسې یو توافق وي چې ایران د اټومی بم له جوړولو لیرې وساتي. په دې کې د سازش امکان نشته. نو که چیرې موږ په څو راتلونکو ساعتونو کې دلته توافق ته رسیدل غواړو نو ایران ښایی دغو سرو کرښو ته په پاملرنه یوه عمیقه ساه واخلي اوځینی سختې پریکړې وکړي“

دایران او شپږو لویو هیوادونو، امریکا ، برتانیا ، فرانسې، چین ، روسیې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو مخکنۍ غونډه په تیرې نومبر میاشتې کې شوې وه.

د ټاکل شوي مهالویش سره سم باید دوی د سبا شپې په راتلو سره داسې یو مقدماتی توافق چې د نهایي توافق لپاره چوکات کیږدي سره لاسلیک کړي.

دغه توافق باید د ایران اټومي پروګرام محدود، پر دغه هیواد لګول شوي بندیزونه لیرې اوهغه دولس کلن کړکیچ پای ته ورسوي چې کیدای شو خطرناک ابعاد خپل کړي.

د جرمني بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاینمایر وویل له یونیم کال مذاکراتو وروسته دوی اوس پایلوبه کې دي خو وروستۍ څو متره پاتې فاصله له ټولو سخته ده.

په اټومی مذاکراتو کې دایران یولوی چارواکي عباس عراقچي هم وویل چې خبرې وروستي، خو ډیر ستونزمن پړاو کې دي.

دغه مقدماتی توافق که چیرې وشي نو درې میاشتې وروسته به نهایی شي.

خو مخالفین وايي دغه توافق نه شي کولای ایران د اټومی وسلې د جوړولو څخه منع کړي.

په امریکا کې د جمهور رئیس اوباما جمهوري پلوي مخالفین او د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو د توافق مخالف دى.

د اسرائیلو صدراعظم خپلو پرونیو څرګندونو کې دغه توافق خطرناک وباله.

دغه راز دامریکا د استازو دجرګې جمهوري پلوي مشر جان بویهنر وویل :

”زه په دې نه پوهیږم چې ولی موږ داسې یوې ډلې خلکو سره توافق کوو چې زما په نظر په خپلې خبرې نه دریږي“

سره له دې چې اسرائیلو نه دي ویلي چې خپله اټومي وسله لري او کنه خو ګمان کیږي چې دغه هېواد د منځني ختیځ یوازنى اټومي ځواک دی.

XS
SM
MD
LG