د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۱

ظریف: د اټمي مذاکراتو په برخه کې پرمختګ شوی


د ایران د بهرنیو چارو وزیرپه سویس کې د اټمي مذاکراتو په برخه کې د پرمختګونو خبره کوي.

محمد جواد ظریف دا خبره وروسته له هغه کړې چې پرون یې په سویس کې د المان او فرانسې د بهرنیوچاروله وزیرانو سره ولیدل.

د ایران د بهرنیوچارو وزیرمحمد جواد ظریف وایې، د سویس په لوزان کې د اټمي مذاکراتو په برخه کې پرمختګونه شته.

د دې مذاکراتو هدف دا دی چې پرایران د بندیزونو د لېرې کولوپه بدل کې به تهران له اټمي فعالیتونو لاس اخلي.

جواد ظریف دا خبره پرون په سویس کې له خپلو الماني او فرانسوي سیالانو سره تر لیدو وروسته کړې ده.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس د سویس لوزان ته تر رسیدو وروسته وویل:

″هغه څه چې د بحث وړ دي، دا دی چې ایران حق لري غیر پوځي اټمي وړتیا ولري، خو دا چې دغه موضوع له اټمي وسلې سره تړاو لري، نو ځواب یې (نه ) دی.

بحثونه اوږده او ستونزمن وه او د ځینو مسایلو په برخه کې پرمختګونه لرو، خو د ځینو نورو مسایلو په برخه کې په کافي ډول پرمختګ ندی شوی.″

د ایران د اټمي پروګرام په برخه کې مذاکرات یوه حساس پړاو ته ننوتلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران او د نړۍ قدرتونه د دې موضوع د ځانګړي کیدو په حال کې دي چې ایا کولای شي خپل دغه اختلافات له منځه یوسي او د مارچ په یو دیرشمه نیټه د وروستي توافق پر چوکاټ سره سلا شي.

د وروستي توافق ترلاسه کیدوته د جون د میاشتې یودیرشمه نیټه ټاکل شوې ده.

د ایران د اټمي چارو د ادارې مشرعلي اکبرصالحي ویلي چې یوه یا دوې د اختلاف وړ مسالې شته.

نوموړي د ایران ایسنا خبري اژانس ته ویلي، دواړه لوري د ستونزو د هواري لپاره کارکوي.

د سپیني ماڼۍ د رسنیو مسول جان ارنست خبریالانوته ویلي چې له څه باندې یوه کال راهیسې له ایران سره خبرې روانې دي اوکه چېرې په ژمنوکې جدیت موجود وي، نو کیدای شي د مارچ میاشتې ترپایه یو توافق وشي.

د اروپایې ټولني د بهرنۍ پالیسۍ مشرۍ فیدریکا موغیریني پرون مازدیګر لوزان ته له رسیدو سره سم ویلي چې ایران او د نړۍ ستر قدرتونه هیڅ کله دومره توافق ته نه وه نژدې شوي.

بل خوا په دې خبروکې د روسیې د مشرمرکچي سرګي ریابکوف له قوله ویل شوي چې وایې، له ایران سره د اټمي توافق په اړه بدلونونه تر نیمایې ډیرشوي دي.

ایران د لویدیځ له خوا د اټمي وسلې د جوړولو د هڅې تورونه ردوي او وایي، اټمي فعالیتونه یې یوازې د سوله ییزو اهدافو لپاره دي.

XS
SM
MD
LG