د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۱

کري د ایران د اټمي پروګرام په اړه د یوه چوکاټ پر جوړولو شک څرګندوي


د امريکا د بهرنيو چارو وزير وايي” دا څرګنده نه ده چې ايا د ايران د اټومي پروګرام په اړه د چوکاټ جوړولو لپاره موافقه به د روانې مياشتې تر پايه وشي او که نه.

جان کري په مصر کې د خپلو خبرو پر مهال ويلي چې دوی هڅې کوي چې په دې اړه سمه موافقه تر لاسه کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري پرون د مصر په شرم الشېخ سيمه کې د پانګونې په کنفرانس کې د خبرو پر مهال ويلي چې دا څرګنده نه ده چې د ايران د اټومي پروګرام د چوکاټ په اړه به د روانې مياشتې تر پايه کومه موافقه وشي او که نه.

د کري دا خبرې په داسې حال کې دي چې نن د مارچ په ۱۵مه له ايران سره د دې هېواد د اټومي پروګرام په اړه د خبرو نوې لړۍ په سويټزرلنډ کې پيليږي.

کري وويل:

"له لومړي سره دا خبرې سختې او شديدي وې او اوس هم داسې دي. موږ يو څه پرمختګ کړی و؛ خو اوس هم واټن شته. دا مهم واټن دی او په دې اړه د ايران له خوا بايد مهم انتخاب وشي؛ تر څو وکولی شي، پر وړاندې ولاړ شي."

خو کري زياته کړه، موږ اوس هم نه شو ويلی چې ايا يوې موافقې ته به سره ورسيږو او که نه.

کري د مارچ د نهمې هغه ليک ته هم اشاره وکړه چې د ۴۷ جمهوري غوښتونکو سناتورانو له خوا د ايران مشر آيت الله علي خامنه يي ته لېږل شوی.

په دې ليک کې خامنه يي ته خبرداری ورکړل شوی و چې په امريکا کې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو وروسته چې په ۲۰۱۷م کال کې به نوی ولسمشر وټاکل شي؛ له ايران سره د اټومي پروګرام په اړه کېدونکې موافقه فسخه کېدای شي.

کري دا ليک د ولسمشر د دفتر له خوا له ايران سره د موافقې په مذاکراتو کې مستقيمه مداخله وبلله او ویې ويل چې دا به د هغو خلکو په ذهنونو کې چې موږ ورسره مذاکرات کوو؛ پوښتنې راپورته کړي:

"موږ اوس هم خپله توجه پر سمه موافقه کولو متمرکزه کړې ده؛ داسې موافقه چې د امريکا او زموږ د ملګرو او نيږدې ملاتړيو په ګډون؛ نړۍ له داسې خطره وژغوري چې په اټومي وسلو سمبال ايران يې ورته پېښولی شي."

خامنه يي د مارچ په ۱۲مه پر دې ليک تبصره کړې وه او ويلي یې وو چې امريکايي چارواکي د عادت له مخې په داسې حال کې چې موږ په مذاکراتو کې پرمختګ وکړو؛ توند او سخت شي. ده زياته کړه چې امريکا د تېر ايستني او دوکې لپاره مشهوره ده.

امريکا او د نړۍ پنځو نور قدرتونو د مارچ تر پايه د ايران د اټومي پروګرام په اړه د موافقې د چوکاټ لپاره ضرب الاجل ټاکلی دی.

XS
SM
MD
LG