خبرونه
د کرکټ نړېوال جام په سیالیو کې اسټرالیا انګلستان او نیوزیلنډ سریلانکا ته ماته ورکړه
د ۲۰۱۵م کال د کرکټ نړیوال جام د لوبو په لړ کې اسټراليا له انګلستان نه د کرکټ مسابقه په ١١١ منډو وګټله.
دغه لوبه چې په ملبورن ښار کې کوربه هېواد اسټراليا پيل کړې وه؛ د ٩ لوبغاړو په سوځېدو سره يې انګلستان ته په ٥٠ اوورونو کې د درې سوه درې څلوېښتو (٣٤٣) منډو هدف وټاکه.
انګلستان ونه توانېد هدف پوره کړي؛ په دوڅلوېښتم اوور کې يې ټول لوبغاړي په داسې حال کې وسوځېدل چې يوازې يې ٢٣١ منډې کړې وې.
تردې مخکې د نيوزيلنډ په کرس چرچ کې د نيوزيلنډ او سريلانکا ترمنځ مسابقه وشوه چې نيوزيلاند دغه مسابقه د ٩٨ منډو په توپير وګټله.
د شپږو اوونیو په ترڅ کې به څوارلس ملي لوبډلې نهه څلویښت لوبې په نیوزیلنډ او اسټرالیا کې وکړي.
د دې لوبو پخوانی اتل هند دی او د دې جام لوبو ته افغانستان د لومړي ځل لپاره انتخاب شوی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
هند او پاکستان یو بل ته د بندیانو نوملړ وسپارلو

پاکستان او هند په دې دواړو هېوادونو کې د بندي پاکستانيو او هنديو بندیانو نوملړ د ډېپلوماټېکو چېنلونو له لارې له يو بل سره شريک کړ.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جولای په لومړۍ نېټه په خپره کړې يوه خبرپاڼه کې وويل، د بندیانو د نومونو دا تبادله د هند او پاکستان ترمنځ په ۲۰۰۸ز کال کې د تفاهمنامې پر اساس شوې ده. د تفاهمنامې له مخې، دواړه هېوادونه مکلف دي چې هر کال د جنورۍ پر لومړۍ او بيا د جولای پر لومړۍ نېټه د بنديانو نوملړ يو له بل سره شريک کړي.
پاکستان هند ته د ۲۴۶ بنديانو نوملړ سپارلی چې له هغو څخه ۵۳ يې ولسي وګړي او ۱۹۳ کب نيوونکي دي.
هند بيا له پاکستان سره د ۴۶۳ بنديانو لېسټ شريک کړی چې ورڅخه ۳۸۲ ولسي وګړي او ۸۱ کب نيوونکي دي.
پاکستان له هنده غوښتي چې هغه ټول پاکستاني بنديان وروسپاري چې د بند موده یې پوره شوې ده.
سږکال د هند او پاکستان ترمینځ د بندیانو د نوملړ تبادله وروسته له هغې شوې ده چې دواړو هېوادونو په مې میاشت کې له یوبل سره جګړه وکړه.
هند د مې پر اوومه د پاکستان تر واک لاندې په کشمیر کې د بریدونه وکړل او په ځواب یې پاکستان د مې پر ۱۰مه پر هند د بنیان المرصوص په نامه عملیات وکړل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې پر ۱۰مه اعلان وکړو چې هند او پاکستان "د بشپړ او سمدستي" هوکړه ورسره کړې ده. تر هغې وروسته د مې پر ۱۱مه یې دا هم ویلي وو چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر د مسلې د حل لپاره کار کولو ته تیار دی.
روسیې په جون میاشت کې د اوکراین په قلمرو کې بیساري پرمختګ کړی دی

فرانسپرس خبري آژانس یوه څېړنه ښيي چې د روسیې پوځ په تېره جون میاشت کې د دریمې پرله پسې میاشتې لپاره په اوکراین کې پرمختګ کړی دی او دا یې له نوامبر میاشتې راهیسې ترټولو لوی پرمختګ دی.
دا څېړنه د جګړې د څېړنیز انسستیتیوت ISW په نوم د امریکا له یوې تحقیقاتي ادارې د ترلاسه شویو معلوماتو پربنسټ برابره شوې ده.
د فرانسپرس په څېړنه کې راغلي دي چې روسیې په جون میاشت کې د اوکراین ۵۸۸ مربع کیلومتره خاوره نیولې په داسې حال کې چې په مې میاشت کې یې ۵۰۷، په اپریل میاشت کې یې ۳۷۹ او په مارچ میاشت کې یې د اوکراین ۲۴۰ کیلومتره مربع خاوره لاندې کړې وه.
په دوحه کې د خصوصي سیکتور د ملاتړ او له مخدرو موادو سره د مبارزې د کاري ډلو غونډه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د دوشنبې په ورځ د قطر په دوحې کې د خصوصي سیکتور د ملاتړ او له مخدره موادو سره د مبارزې په اړه د کاري ډلو غونډه پیل کړه.
دا دوه ورځنۍ تخنیکي غونډه د تیر کال د جولای د غونډې د تعقیبي اقداماتو او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د وړاندې شويو سپارښتنو په رڼا کې ترسره کېږي. په غونډه کې د افغانستان واکمنو طالب چارواکو، غړو هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او متخصصانو ګډون کړی او د دې برخو د پرمختګونو او راتلونکو لومړیتوبونو ارزونه کېږي.
په فرانسه کې ۷ افغانان او ۲ عراقیان د انساني قاچاق په تور محکوم شول

د فرانسې یوې محکمې د دوشنبې په ورځ اووه افغانان او دوه عراقي کوردان د بیړۍ د چپه کېدو د هغې پېښې په تور په ۷ او ۸ کاله بند محکوم کړل چې له کبله یې څو تنه پناه غوښتونکي مړه شول.
یاده کوچنۍ کښتۍ د ۲۰۲۲ کال د دسمبر د څوارلسمې نېټې په سهار له فرانسې څخه خوځېدلې وه، چې پکې د افغانستان، البانیا، هند او سینیګال وګړي سپاره ول.
په دې پېښه کې، چې د بریتانیا له ساحله څو کیلومتره لیرې وشوه، څلور کسان مړه او څلور نور ورک شول. له بې درکه شویو څخه یوازې د یوه تن جسد وموندل شو چې یو افغان نارینه وو.
ژغورونکو ۳۹ کسان له ډوبېدو وژغورل.
د فرانسې د لیل ښار محکمې درې کسانو ته د اتو کلونو بند سزا واوروله. په دوی کې یو افغان هم شامل و، چې محاکمه یې په غیابي ډول ترسره شوه او نوموړی د قاچاق د عملیاتو اصلي طراح بلل شوی دی.
پاتې کسانو ته، چې پکې دوه افغان وروڼه هم شامل دي او د دې شبکې د تمویل په تور تورن دي، په اووه کاله بند محکوم شول.
یو بل کس به، چې دا مهال په بلجیم کې بندي دی، په یوه بله نېټه محاکمه شي.
فرانسوي څارنوالانو ویلي، د بریتانیا یوې محکمې لا دمخه یو سنګالی تنکیځوان، چې کښتۍ یې چلوله، په نهه کاله بند محکوم کړی دی.
د پلټنو له مخې، څو کسانو ویلي چې د کښتۍ له تګ مخکې یې یو لوړ درز اورېدلی و، لکه کښتۍ چې سورۍ شوې وي.
د مهاجرت نړیوال سازمان: ایران یوازې په یوه میاشت کې تر ۲۳۰ زره ډېر افغانان ایستلي

د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د دوشنبې په ورځ وویل چې یوازې د جون په میاشت کې له ایران څخه تر ۲۳۰ زره ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې زیاتره یې په زور له ایران څخه ایستل شوي دي.
د راپورونو له مخې، په وروستیو اوونیو کې له ایرانه د افغانانو د ایستلو بهیر خورا چټک شوی، ځکه چې ایران ټولو بې اسناده افغان کډوالو ته د جولای تر شپږمې نیټې د وتلو ضربالاجل ټاکلی دی.
خو د مهاجرت نړیوال سازمان وايي چې په جون کې د ایستل شویو افغانانو شمېر د ایران د حکومت د ضرب الاجل تر ټاکلې نېټې زیات دی.
د دې ادارې ویاند، عزیز آغا، پرون (دوشنبې) فرانس پریس خبري اژانس ته وویل: د جون له لومړۍ تر ۲۸ نېټې پورې، ۲ لکه ۳۳ زره۹۴۱ تنه له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي، چې د هغو په منځ کې یولکو ۳۱ زره,۹۱۲ کسان یوازې د جون د ۲۱ او ۲۸ ترمنځ په اوونۍ کې ثبت شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: «له جنورۍ را په دې خوا، ۶ لکه ۹۱ زره کسان افغانستان ته ستانه شوي، چې ۷۰ سلنه یې په زوره شړل شوي دي.»
د مهاجرت د نړیوال سازمان په وینا، د تېرې اوونۍ په ځینو ورځو کې دا شمېر تر ۳۰ زره کسانو پورې رسېدلی و.
په جنوبي اروپا کې شدیده ګرمي دوام لري

د جنوبي اروپا په پراخه سیمه کې سوځنده او شدیده ګرمي خپره شوې او د روغتیا او چاپېریال ادارو خلکو ته خبرداری ورکړی دی.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې وړاندوینې ښيي هوا به په راتلونکو ورځو کې نوره هم توده شي او ګرمي به دوام وکړي.
د فرانسې، ایټالیا، پرتګال او هسپانیا په ګډون یو شمېر هېوادونو خپل امکانات هم چمتو کړي دي.
د دوشنبې په ورځ، د هسپانیا په ډېری سیمو کې د تودوخې درجه له ۴۲ سانتيګراده لوړه وه، او تمه ده چې د ګرمۍ دا څپه به لږ تر لږه تر پنجشنبې دوام ومومي.
په ۲۰۲۲ کال کې هم هسپانیا تر معمول فصل له ۲۰ تر ۴۰ ورځې وړاندې د تودې هوا له څپې سره مخامخ شوې وه، چې علت یې د اقلیمي بدلون شدت بلل شوی و.
د پاکستان کابینه سبا د افغان کډوالو د وتلو د نېټې په تمدید پرېکړه کوي

تمه کېږي چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د هستوګنې موده وغځوي.
پاکستان د پي او ار یا ثبت شویو افغان کډوالو ته مهلت ورکړی وو چې د جون تر دېرشمې له دې هېواد ووځي.
یوه پاکستاني چارواکو د نوم د نه یادولو په شرط اسوشیتید پرېس ته ویلي چې د افغان کډوالو د مودې د غځولو طرحه کابینې ته وړاندې شوې او تمه کېږي چې په دې اړه د سه شنبې په ورځ پرېکړه وشي.
په دې سره به د یو میلیون او څلورو لکو هغو افغانانو برخلیک معلوم شي چې له پي او ار کارتونو سره په پاکستان کې اوسیږي.
د پاکستان حکومت ویلي د هستوګنې د مودې د غځولو هدف دا دی چې دا افغان کډوال په با عزته خپل هېواد ته ستانه شي او له تګ مخکې وتوانیږي چې خپل کاروبارونه ټول او جایدادونه وپلورلی شي.
په پاکستان کې یو میلیون او څلور لکه افغانان د پي او ار او اته لکه کسان هم د اې سي سي کارتونه لري او پاتې نور شاوخوا یو میلیون افغانان د پاکستاني چارواکو په خبره په ناقانونه توګه هلته مېشت دي.
د ۲۰۲۳ له نومبر راهیسې څه باندې یو میلیون افغان کډوال له پاکستان ایستل شوي.
۷۵ افغان معلولینو ته په بریالۍ توګه مصنوعي پښې نصب شوې

د هند په مرسته لسګونو افغان معلولینو ته مصنوعي پښې ولګول شوې.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جیسوال پرون په خپله ایکس پاڼه دا خبر ورکړی.
هغه لیکلي د هند د یوې خیریه موسسې جیپور فوټ له خوا ۷۵ افغان معلولینو ته په بریالۍ توګه مصنوعي پښې نصب شوې.
جیسوال دا کار له افغانستان سره د هند د بشري مرستو یوه برخه وبلله او زیاته یې کړه چې د مصنوعي پښو د لګولو دا پنځه ورځنی کمپ له تود هرکلي سره مخ شو.
په افغانستان کې لسیزو جګړو لکونه کسان ټپيان او له ډلې یې ګڼ تلپاتې معلوله کړل. اکثر د دغو معلولین غبرګې پښې، لاسونه یا یو لاس یا پښه پرې شوې ده.
سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي دوی سره لږ تر لږه ۲۱۰ زره فزیکي معلولیت لرونکي کسان ثبت دي چې له ډلې یې تېرو څو کلونو کې له شاوخوا یو نیم لکو دغو معلولینو سره مرستې شوي.
یوه میاشت کې له ایرانه د څه باندې ۲۳۰ زرو افغانانو راستنېدنه؛ ګڼ په زور ایستل شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او ام ویلي جون میاشت کې څه باندې ۲۳۰ زره افغانان له ایرانه څخه راوتلي دي.
دې ادارې نن په یوه اعلامیه کې لیکلي چې ډېری دا افغان کډوال له ایران څخه په زور ایستل شوي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو ډله ییز اخراج به په افغانستان کې بې ثباته وضعیت لا پسې کړکېچن کړي.
ایران د جولای تر شپږمې هلته مېشتو بې اسنادو افغان کډوالو ته د وتلو مهلت ټاکلی وو.
د راپورونو له مخې تر دې نېټې دمخه ایراني پولیس لاس په کار شوي او د ورځې زرګونه افغانان له ایرانه باسي.
تېر څو ورځې لږ تر لږه ۳۰ زره کسان د ورځې له ایرانه افغانستان ته ستنیږي.
د کډوالو عالي کمشنرۍ: ډاډ باید رامنځته شي چې بیا ستنېدنه ثبات رامنځته کوي نه بې نظمۍ

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ یو چارواکی وایي، د اسراییل او ایران جګړه درېدلې، خو بشري اغیزې یې لا هم دوام لري.
په افغانستان کې د دغه سازمان استازي عرفات جمال دا خبره له ایرانه افغانستان ته د لسګونه زره افغان کډوالو ستنېدو ته په اشارې کړې ده.
هغه پرون یکشنبه ( د چنګاش ۸مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي " راځی په ګډه دا ډاډ ترلاسه کړو چې د کډوالو راستنېدنه د ثبات یو لامل وي، نه د بې نظمۍ.
دغه کډوال تر ډیره د اسلام قلعه بندر له لارې افغانستان ته راستانه شوي چې د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې ناوړه شرایطو کې ژوند کوي.
یو.ان.ایچ.سي.ار د شنبې په ورځ وویل، په وروستیو کې په ورځني ډول لسګونه زره کسان له ایرانه راستنول کیږي.
دوی ویلي، د جون په ۲۶مه یې په یوه ورځ ۳۶ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي.