ایران او روسیي د خپلو پوځي اړیکو د پراختیا یو تړون لاس لیک کړ.دغه راز د روسیې دفاع وزیرپه تهران کې د نننیوخبرو په ترڅ کې خپل ایراني ساري ته بلنه ورکړه چې په مسکو کې د اپریل د میاشتې په امنیتي کنفرانس کې برخه واخلي.
روسیي رسنیو رپوټ ورکړ چې د دغه هېواد دفاع وزیرنن په تهران کې وویل چې د نوي توافق په اساس دواړه هېوادونه د تروریزم ضد همکاري پراخوي، خپل پوځيان به د روزنې لپاره یو بل ته سره لیږي او د دواړو هېوادونو سمندري ځواکونه به د یوه او بل سمندري بندرګاوو او اډو ته تګ راتګ کوي.
د روسیې دفاع وزیر ایران ته د وسلو ورکولو د کوم توافق یادونه ونه کړه او نه یې هغې لانجې ته کومه اشاره وکړه چې وايي روسیه د یوه قرارداد په ترڅ کې ایران ته دافع هوا S-300 ډوله سیستم ورکوي خو امریکا او اسراییل یې سخت مخالف دي.
دتاس خبري اژانس له تهرانه رپوټ ورکوي چې د روسیې دفاع وزیرسرګي شویګو خپل ایراني ساري حسین دهقان ته په راتلونکي اپریل میاشت کې په مسکوکې د نړېوال امنیت په کنفرانس کې د ګډون بلنه کړې.
سرګي شویګو په تهران کې له خبرو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکارۍ د یوه تړون له لاس لیک وروسته وویل:
″ما جنرال دهقان ته بلنه کړې چې روسیې ته راشي او د اپریل په میاشت کې د نړېوال امنیت په هکله د مسکو څلورم کنفرانس ته خبرې وکړي.″
د ایران دفاع وزیرجنرال دهقان له دغې بلنې مننه وکړه. د ایران دفاع وزیر تیر کال هم په مسکو کې د نړېوال امنیت په کنفرانس کې برخه اخیستې وه او ویلي یي وو چې ایران علاقمندي لري چې له مسکو سره خپله همکاري یوې نوې سطحې ته ورسوي.