تهران نن تائید کړه چې د سوریې په جولان سیمه باندې د اسراییلو په پروني برید کې یو ایرانی جنرال هم وژل شوی.
سره له دې چې دغه برید د حزب الله پلویان سخت په غوصه کړي؛ خو کارپوهان په دې باور دي چې دغه ګوند به په کوم لوی متقابل اقدام لاس پورې نه کړي.
حزب الله ته نږدې یوې سرچینې وویل چې د سپاه پاسدارانو د یوه جنرال په شمول په دغه برید کې شپږ ایراني عسکر وژل شوي؛ خو تهران یواځې د جنرال مړینه تایید کړې.
د سپاه پاسدارانو په ویب سایټ کې یوې اعلامیې وویل چې د صهیونیستي رژیم هلېکوپټرو په جنرال محمد علي الله دا دي او د اسلامي مقاومت په یوشمیر جنګیالیو برید وکړ.
اعلامیه زیاتوي چې دغه زړور جنرال او د حزب الله یو شمېر جنګیالي شهیدان شوي دي.
په وژل شویو جنګیالو کې یو هم د حزب الله د ترور شوي پخواني قوماندان زوی جهاد مغنیه دی. دغه راز د محمد عیسی په نامه د حزب الله یو قوماندان چې په عراق او سوریه کې د عملیاتو مسوول و هم وژل شوی.
د لبنان حزب الله چې د اسراییلو پر وړاندې جنګ یې یو مهال یواځنی هدف و اوس په ګاونډي هیواد سوریه کې هم د بشارالاسد د رژیم د ملاتړ لپاره جنګیږي.
کارپوهان په دې نظر دي چې له یوې خوا د حزب الله ځواکونه اوس په سوریه کې هم په جنګ اخته دي او بله داچې لبنان اوس مهال له اسراییلو سره کومې لویې جګړې ته دومره آمادګی نه لري؛ نو امکان لري حزب الله د اسراییلو د برید پر وړاندې داسې یو غچ اخیستونکي اقدام وکړي چې لویه جګړه را ونه پاروي.
نن له غرمې وروسته د بیروت په جنوب کې خلک د جهاد مغنیه جنازې ته راټول شول.