د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۱

د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې له محدود پرمختګ سره پای ته ورسېدې


لویديځ ډيپلوماتان وايي چې په ژنیو کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې له محدود پرمختګ سره پای ته ورسېدې.

د پنځه جمع یو استازو او د ایران د اټومي پروګرام مرکچیانو پرون په ژنیو کې د بندو دروازو شاته سره وکتل.

له ایران سره په روانو خبرو کې چې هدف یې پر ایران د نړیوالو بندیزونو د کمولو په بدل کې د دې هېواد د اټومي فعالیت محدودول دي؛ د امنیت شورا پنځه دایمي غړي امریکا؛ برتانیا، چین، فرانسه او روسیه او پر دوی سربېره جرمني برخه لري.

ډيپلوماټان په دې کتنه کې د محدود پرمختګ خبر ورکوي. د ایراني پلاوي مشر عباس عراقچي که څه هم دا خبرې ګټورې وبللې؛ خو ویې ویل چې د پرمختګ په اړه یې څه ویل له وخته مخکې دي.

د چین استازي "ونګ قون" وویل چې د راروانې فبروري میاشتې په لومړیو کې به د دې خبرو بل پړاو ترسره شي؛ خو نوموړي یې د ځای په اړه څه ونه ویل.

ښاغلي ونګ آزادۍ راډیو ته وویل چې پر اصولو توافق د یو سند په پرتله خورا زیات اهمیت لري:

"څه چې ډېر مهم دي د فکرونو اجماع ده. ظاهري بڼه که مقایسوي خبرې وکړو په دوهمه درجه کې راځي؛ خو سره له دې چې که په یوه ټاکلي پړاو کې کوم توافق ترلاسه شي؛ دا به ډېره منطقي او د اټکل وړ خبره وي."

په همدې حال کې راپورونه وايي چې د امریکا او ایران استازي؛ د روانو خبرو د چټک پرمختګ لپاره د یوه سند پر مسوده کار کوي. د المانیټر Al Monitor خپرونې د راپور له مخې د موافقې د اصولو په نوم دا سند د هغه توافق جز دی چې ایران او شپږو قدرتونو تر راروانې مارچ میاشتې د هغه د بشپړولو تمه لرله.

د ایران د اټومي پروګرام په اړه پرونۍ خبرې په ژنیو او پاریس کې د هغو پنځه ورځنیو خبرو لړۍ ده چې د سیاسي څانګو د مشرانو په کچه د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمینځ ترسره شوې دي.

د امریکا او ایران د بهرنیوچارو د وزیرانو جان کري او جواد ظریف کتنه هم په دې لړۍ کې شامله وه.

له بلې خوا د امریکا کانګرس پر ایران د نویو بندیزونو وړاندیز کړی چې توافق ته د نه رسېدو په صورت کې به پرې ولګول شي؛ خو ولسمشر بارک اوباما د جمعې په ورځ پر کانګرس غږ وکړ چې په داسې حال کې چې خبرې روانې دي؛ له دې کاره دې ډډه وکړي او ویې ویل چې دی به د نویو بندیزونو طرح ویټو کړي.

XS
SM
MD
LG