د ایران د جمهوررئیس وروستۍ خبرې چې د هېواد د هغو کمپنیوپه هکله یې وکړې چې له امتیازاتو برخمنې او د دولت له مالیاتو معاف دي د هېواد مذهبي مشر او سپاه پاسداران ځواکونو ته یوڅرګند پیغام ګڼل کیږي.
د ایران تندلارو سیاستوالو او ورځپاڼو په وروستیوڅو میاشتوکې جمهور رئیس حسن روحاني باندې سختو انتقادونه ته مخه کړې وه.
خو هغه هم په خپلې وروستۍ وینا کې د دوی په وړاندې له خپلې نرمې لهجې او پستو خبرو لاس واخیست.
جمهور رییس حسن روحاني د یکشنبې د ورځې په مهمې وینا کې غوښتنه وکړه چې هغو لويو کمپنیو باندې چې اوس مهال له مالیاتومعاف او د هېواد د اقتصاد تقریبا نیمه برخه تر خپل کنټرول لاندې لري باید مالیات ولګول شي.
روحاني د دغو کمپنیو په انحصاري بڼې هم انتقاد وکړ او د داسې یو اقتصادي نظام غوښتنه یې وکړه چې شفاف او په سیالي ولاړ وي.
دغه ډول انحصاري کمپنۍ اکثرې د سپاه پاسداران ځواکونو او د هغو ملایانو په ولکه کې دي چې د ایران او لویدیځ د اټمي توافق مخالفت کوي او ښکاري چې د روحاني پیغام همدوی ته متوجه وو.
د دې لپاره چې په جدي والي کې یې څوک شک ونه کړي د ایران جمهور رییس په خپل نوي وړاندیزکې وویل، که چیرې مخالفین د هېواد د مهمو مسایلو په هکله د ده له نظر سره موافق نه وي نو ټولپوښتنه یا رفرنډم کوي.
د ایراني ټولنې د پام وړ یو قشرچې د اسلامي نظام له څرنګوالي سره په مختلفو بڼو مخالفت لري څو ځله یې د دغسې یو ریفرنډم او ټولپوښتنې غوښتنه کړې.
د هېواد په مهمو مسایلوکې د خلکونظرته مراجعه نه یواځې د سپاه پاسدارانو بلکه د هېواد د مذهبي مشرایت الله خامنه ای واک او صلاحیتونو ته هم یو غیر مستقیم ګواښ ګڼل کیږي.
خو پوښتنه دا ده چې ولې روحاني اوس تصمیم ونیو چې په مخالفینو برید وکړي؟
د دې پوښتنې ځواب سخت دی او په دې هم پوهیدل ګران دي چې روحاني په خپلو اصلاحي ژمنو څومره باور او قناعت لري.
خو څه ثابت او ښکاره دي هغه دا دي چې د ایران اقتصاد د یوه نامعلوم سرنوشت سره مخامخ دی او روحاني نه یواځې د اقتصاد د ژغولو بلکه د هېواد د ودې ژمنه هم کړې.
د امریکا او لویدیځو هېوادونو بندیزونو په تیرودریوو کلونوکې د ایران اقتصاد ته سخت تاوان رسولی او د دې باعث شول چې حسن روحاني چې د رژیم له خوا یو عملي سړی ګڼل کیږي واک ترلاسه او د یوه اټمي توافق لپاره هلې ځلی وکړي.
په دې کې شک نشته چې د ایران روحاني مشرایت الله خامنه اي په دې هیله د اټمي مذاکراتو ملاتړکړی چې لویدیځ ته د نهایت کمو امتیازیاتو په ورکولو سره بندیزونه لیرې کړای شي.
حسن روحاني د همدغو شرایطو او ضوابطو د درکولوپه اساس د جمهوررئیس په توګه خپلې هلې ځلي پيل کړي. خو د جمهوررئیس روحاني تر نظارت لاندې د اټمي خبرو اوس دا دی یو نیم کال کیږي مګربیا هم د یوه توافق څرک نه لیدل کیږي.
تندلاري او محافظه کاران په اټمي مساله کې په هر ډول تنازلاتو او امتیاز ورکولو باندې سخت انتقادونه کړي.
د اټمي توافق په وړاندې د دوی سخت مخالفت ښیي چې کیدای شي خپله مذهبي مشرایت الله خامنه ای هم د پردې تر شا کوښښ کوي چې د اټمي لانجې د حل لپاره مقابل لوري ته هیڅ ډول امتیازات ونه منل شي.
اوس چې په نړېوال بازارکې د تیلو بیه رالویدلې د بندیزونو ماتول د ایران لپاره نورهم سخت شول.
جمهوررئیس روحاني چې دولتي سکتورته یې مالي بسپنې او تنخواګانې ور زیاتې کړي اوس له ستونزو سره مخامخ دی.
اوس هرتعلیم یافته او معلومات لرونکی ایرانی په دې پوهیږي چې د داسې یو اقتصاد لپاره چې په بې کفایتي او فساد کې ډوب وي د بندیزونو او د تیلو د بیو د ټیټوالي د طوفانونوپه مقابل کې مقاومت ګران دی.
د روحاني په خزانو کې پیسې مخ په کمیدو دي او لوټونه نه شي چاپولی.
د دغو عواملو په نظر کې نیولو سره کیدای شي دا درک شي چې ولې هغه په اوسنیو شرایطو کې په خپلو مخالفینو ګزار وکړ.
جمهور رئیس روحاني نه یواځې د اټمي توافق ملاتړکوي بلکه د هغه اقتصادي سیستم په هکله هم پوښتنې لري چې د سلګونو زرو پاسدارانو او بسیجي ځواکونو ملاتړ کوي.
هغو کسانو چې دنولسوه اتیا کلونو مهمې پیښې یې په یاد دي لیدلي به یې وي چې د شوروي اتحاد وروستي جمهور رییس میخاییل ګرباچوف اصلاحاتو ته مخه کړه خو له کنټروله یي ووتل.
که چیرې د ګورباچوف اصلاحي سرګذشت ته پام وکړو نو اوس دا مهمه نه ده چې روحاني واقعا په څه باوراو اعتقاد لري بلکه مهمه دا ده چې هغه ډګرته راوستل شوی چې په رژیم کې دننه دمخالفینو مقابله وکړي او په دې مقابله کې داخطرهم شته چې کیدای شي د ایران ملایي رژیم له غیر متوقع نتایجو سره مخامخ کړي.