د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۱

مقدم: په ایران کې د ډیري کسانو د اعدام محاکمه عادلانه نه وه


د ایران د بشري حقونو یو سازمان چې مرکز یې په ناروې کې دی، وايي چې په تیروشپږو ورځوکې لږ تر لږه نولس تنه د ایران د حکومت له خوا زیندۍ شوي دي.

دې سازمان په ایران کې د اعدامونوله زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړې او وايي چې یوازې د سې شنبې په ورځ درې تنه اعدام شول.

په اوسلو کې د دې ادارې ویاند محمود امیري مقدم پرون [سې شنبې] ازادۍ راډیوته وویل چې په ډیرو مواردو کې له سالمې او عادلانه محاکمې د اعدام حکم کېږي.محمود امیري مقدم وايي:

″له دې نولسو کسانو، هغه څوک چې نن اعدام شوی صابر مخالد نومیږي او کرد، دی.

دی د کردانو په یوه سازمان کې د غړیتوب له امله په دار شوی دی.

د هغو معلوماتو له مخې چې را رسیدلی، صابر مخالد او د هغه ملګري شکنجه شوي وو، روحي اذیت شوي وو او مدافع وکېل هم نه وو، ورکړی شوی.″

په امریکا کې د بشري حقونو د فعالانو یوې ادارې د یکشنبې په ورځ وویل چې په ایران کې د روانې میاشتې [جنورۍ] په اوله ورځ دیارلس تنه اعدام شوي دي.

له دې کسانو اوه نارینه په کرمان او څلورښځې په بندرعباس کې د مخدروموادو د قاچاق په جرم نیول شوي وو او درې تنه د جنسي تیري په خاطر په دار شوي دي.

په ناروې کې د ایران د بشري حقونو د ادارې مسول محمود مقدم وايي چې د ایران حکومت په خلکو کې د ویرې اچولو لپاره په داسې اعدامونو لاس پورې کوي:

″که چېرې تیرو لسیزو ته وکتل شي، داسې دلیل یا اسناد نشته څو ثابته کړي چې اعدام د ایران په ټولنه کې د جنایت او جرم له کمیدو سره مرسته کړې ده.

موږ فکرکوو چې د دې اعدامونو دلیل د ټولنې اصلاح نه بلکه په خلکو کې د ویرې اچول دی.″

مقدم زیاته کړه چې په ۲۰۱۴ [میلادي] کال کې په ایران کې لږ ترلږه اوه سوه کسان اعدام شوي او غالبا زرګونو نوربه د دې هېواد په بندیخانو کې د اعدام سزا ته پاتې وي.

XS
SM
MD
LG