د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

اورکزۍ ايجنسۍ: د واليبال په ميدان کې چاودنې ۴ کسان وژلي


ډيورنډ کرښې ته څېرمه د اورکزۍ ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې د واليبال په ميدان کې بمي چاودنه شوې چې ګڼو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د اورکزۍ ايجنسۍ ځايي امنيتي چارواکي رسنيو ته ويلي چې د يکشنبې په ورځ ناوخته د کوز اورکزۍ ايجنسۍ مرکز ته نزدې په کلايه نومي سيمه کې د واليبال په ميدان کې د لوبې پر مهال بمي چاودنه شوې چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ٤ کسان وژل شوي او ٨ نور ټپيان شوي دي.

د چارواکيو په وينا، د چاودنې ټپيان يې نزدې روغتون او همداراز ځينې نور يې د کوهاټ مرکزي روغتون ته لېږدولي چې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت په کې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

دوى وايي، له لومړيو معلوماتو داسې برېښي چې چاودېدونکي مواد له وړاندې په ميدان کې ځاى پرځاى شوي وو او د ريموټ کنټرول په ذريعه الوزول شوي دي.

په وژل شويو کې يو ماشوم هم دى.

د اورکزۍ ايجنسۍ يو تن ځايي خبريال چې پېښه يې له نزدې څارلې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

"دا د لوير ايجنسۍ علاقه ده، کډې بازار هلته يو سټيډيوم دى "حسيني" سټيډيوم، هلته د واليبال ميچ روان و، چې په دې دوران کې بمي چاودنه پکې شوې ده، چې هغې کې مقامي سرچينې وايي، چې پېنځه کسان مړه دي او ٨ ټپيان دي. د پېښې ټپيان د کلايه نزدې روغتون ته لېږدول شوي دي. د دې سيمې ډېرى اوسېدونکى شيعه ګان دي."

د کلایه دغه سیمه د حسیني ګړۍ په نامه هم يادېږي چې ډېری اوسېدونکي شیعه ګان دي او په دغه سیمه کې تر دې مخکې هم ګڼې بمي چاودنې او نورې ترورېستي پېښې شوي دي.

اورکزۍ ايجنسۍ د پاکستان هغه قبايلي سيمه ده چې له خيبر پښتونخوا له ښاري او د خيبر او کورمې ايجنسۍ له قبايلي سيمو سره نښتې پولې لري.

د دې سيمې ډېرى اوسېدونکي شيعه ګان دي او ويل کېږي چې دغلته د پاکستاني وسله والو طالبانو مرکزونه هم شته دي.

په اورکزۍ ايجنسۍ کې د واليبال په ميدان کې دا چاودنه په داسې حال کې شوې ده چې تر دې مخکېد ۲۰۱۰ کال په جنورۍ کې هم د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ښار اړوند سیمه کې د والیبال لوبې پر مهال ځانمرګی برید شوی و چې تر ١٠٠ زيات کسان په کې وژل شوي او له ۱٢۰ ډېر ټپیان شوي وو.

دا بريد د هغه مهال خيبر پښتونخوا تر ټولو خونړى بريد و. تر دې مخکې په ٢٠٠٩م کال کې د پېښور په شاهين بازار کې موټر بم چاودنې نزدې ١٥٠ کسان وژلي وو.

د يادونې وړ ده چې په اورکزو ايجنسۍ کې د واليبال د لوبې پر مهال د بمي چاودنې مسووليت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG