د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۷

عبادي: پرطالبانو او داعش ډلې د بمونو پر ځای دې کتابونه وغورځول شي


د نوبل جایزې وړونکې او د ایران لومړنۍ ښځینه قاضي شیرین عبادي
د نوبل جایزې وړونکې او د ایران لومړنۍ ښځینه قاضي شیرین عبادي

شیرین عبادي چې د ایران لومړنۍ ښځینه قاضي وه او د ۱۹۷۹ کال اسلامي انقلاب وروسته له دغې دندې لیرې او د بشری حقونو د فعالې په توګه راڅرګنده شوه؛ په ۲۰۰۳م کال کې یې د نوبل جایزه وګټله او په ۲۰۰۹ م کال کې له ایران نه تبعید شوه.

شیرین عبادي او د هغې کورنۍ چې د خپل ژوند زیات کلونه یې د بنسټ پالنې او افراطي رژیمونو تر سیوري لاندې تیر کړي؛ دې نتیجې ته رسیدلې چې له دغې بلا څخه د خلاصون لپاره پوځي لار نشته او د هر کال په تېرېدو سره افراطیت او بنسټ پالنه نوره هم قوي کیږي.

شیرین عبادي د جمعې په ورځ فرانسپرس خبري آژآنس سره مرکه کې وویل؛ په افغانستان کې د طالبانو تجربې ته په کتنې؛ په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت تر واک لاندې سیمو کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو بمبارۍ به هیڅ ګټه ونه لري.

۶۷ کلنه عبادی وایي، په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جګړه کې چې څومره پیسې او کلونه وخت مصرف شوی؛ طالبان یې له منځه نه دي وړي او دا د خواشینۍ خبره ده.

د شیرین عبادي په باور، د اسلامي دولت ډله هم لکه د طالبانو یوه څانګه ده. دا نه یوازې یوه ټروریسټي ډله ده؛ بلکه دا یوه مفکوره یا ایډیالوژي ده او باید چې د ریښو د له منځه وړلو لپاره یې مبارزه وشي.

کله چې د دوی ریښې له منځه یوړل شي؛ په هغه صورت کې به یې د پراختیا مخه ونیوله شي.

شیرین عبادي په مرکه کې ویلي؛ د افراطیانو ریښې په دوو مسالو کې دي؛ بې سوادي او ټولنیز عدالت. د دې پرځای چې پر دوی بمونه وغورځول شي؛ غوره به دا وي چې کتابونه ورباندې غورځول شي؛ په دې معنی چې زیات شمېر ښوونځي باید جوړ شي او تاسې به ووینئ چې افراطیت او بنسټ پالنه به هغه مهال له منځه لاړه شي.

د بشری حقونو فعالې شیرین عبادي د جمعې په ورځ د ایټالیا په مرکز روم کې د نوبل جایزې ګټونکو کنفرانس کې د ګډون پرمهال وویل؛ لویدیځ باید هم د ځینو ستونزو مسوولیت چې دا مهال ورسره مخامخ دي؛ ومني. دا ستونزې عبارت دي له: د ایران اټومي پروګرام، د اسلامي دولت ډله، په نایجریا کې بوکو حرام ډله؛ د لیبیا شخړې او مصیبتونه او د لویدیځ په کوڅو کې ټروریسټی حملي.

شیرین عبادي زیاته کړه، په منځني ختیځ کې د لاس وهنو تاریخ؛ په فساد کې د ښکیلو دیکتاروانو ملاتړ؛ په اروپا او شمالي امریکا کې له مسلمانانو سره ناوړه چلند د غچ اخیستنې او نفرت د روحیې له پراختیا سره مرسته کړې ده.

د بشري حقونو فعالې شیرین عبادي د روم کنفرانس کې وویلې؛ تاسې ګورۍ چې څه شمېر اروپایان د اسلامي دولت له ډلې سره یوځاي کیږي؟

د دې علت څه دی؟ علت یې دا دی چې زیات شمیر دوهم نسل مسلمانان په اروپا کې ځورول کیږي او تعصب ورسره روان دی.

د ترکیې جمهور رییس رجب طیب اردوغان هم د نړۍ د عیسویانو مشر پاپ فرانسیس ته چې په روانې میاشت کې یې ترکیې ته سفر کړی و؛ په انقره کې همدا د مسلمانانو د ځورونې او تعصب خبره کړې وه.

XS
SM
MD
LG