د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د نړۍ پیاوړي هیوادونه د ایران د اټومي پروګرام په برخه کې ګډ دریځ لري.
جان کري پرون په پاریس کې وویل؛ د ایران د اټومي پروګرام پر سر یوې موافقې ته درې ورځې پاتې دي؛ خو که چیرته موافقه ونه شوه نو د ټاکلي ضرب الاجل نیټه به تمدید نه شي.
ایران بیا وایي چې هیواد یې چمتو دی چې د ویانا په خبرو کې موافقه وکړي؛ خو په دې شرط چې نړیوال لویې غوښتنې له ایرانه ونه کړي.
د امنیت شورا پنځو دایمي غړیو هیوادو او جرمني ایران ته د نومبر څلوریشتمه د یوې موافقې لپاره د ضرب الاجل په توګه ټاکلې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په پاریس کې وویل چې نړیوال پیاوړي هیوادونه د ایران په برخه کې یو دریځ لري او ټاکلې نیټه نوره نه شي غځیدلی.
جان کري د فرانسې او عربستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره په کتنه کې وویل چې نړیوال غواړي چې له تهران سره یوې موافقې ته ورسیږي:
"زموږ هیله دا ده چې وتوانیږو چې تش ځایونه ډک کړو؛ وړاندې ګام واخلو او له خپلو تخنیکي متخصصانو سره کار وکړو.زموږ ټیمونه به دا وویني چې په راتلونکو ورځو کې کولی شو چې یوه توافق ته ورنژدې کیږو یا دا نظریه خپلوو چې څرنګه موافقې ته نژدې کیدای شو."
تمه ده چې راتلونکې درې ورځې د ایران د اټومي پروګرام پر سر په ویانا کې خبرې وشي. تر دې مخکې د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون له ټولو خواوو غوښتي وو چې نرمښت ښکاره کړي؛ څو یوې موافقې ته سره ورسیږي.
خو په ورته وخت کې یو شمېر لویدیځ چارواکي وایي چې لاهم د ایران او نړیوالو تر منځ د اټومي پروګرام د موافقې په برخه کې اختلافات شته.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د سې شنبې په ورځ ویانا ته له رسېدو سره سم وویل چې د اټومي پروګرام په برخه کې موافقه ممکنه ده؛ خو ده خبرداری ورکړ، که چېرته دا موافقه ونه شي؛ نو علت به یې د امنیت شورا غړي هیوادونه او جرمني وي نه ایران.
جواد ظریف ایراني رسنیو ته وویل؛ که چیرته ډیرې لویې غوښتنې وشي؛ نو خبرې به بې نتیجې شي.
په دې ترڅ کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر یوکیا امانو په ویانا کې وویل؛ د دوی ادارې له ایرانه غوښتي دي چې د پرچین د پوځي تاسیساتو د لیدنې لپاره دوی ته زمینه برابره کړي؛ خو د امانو په وینا ایران تر اوسه په دې برخه کې موافقه نه ده کړې:
"د پرچین د پوځي تاسیساتو لیدنه یوه مهمه مساله ده؛ دا له هغو سیمو څخه ده چې باید پرې وپوهیږو. له ایرانه مو غوښتي دي چې زمینه راته برابره کړي چې پرچین وګورو او هلته د یوې ځانګړې ودانۍ په برخه کې هم تسهیلات راته چمتو کړي. خو تر اوسه ایران موږ ته د هغه ځای د لیدو اجازه نه ده راکړې؛ موږ به د پرچین د لیدو لپاره خپلو غوښتنو ته ادامه ورکړو."
لویدیځوال غواړي چې له ایران سره د اټومي پروګرام په برخه کې موافقې ته ورسیږي؛ څو دوی ډاډه شي چې ایران د اټومي وسلو د جوړیدو هڅه نه کوي؛ خو ایران تل دا خبره کړې ده چې اټومي پروګرام یې سوله ییز دی.