د ماشوم د ادبیاتو یو شمېرلیکوال د ماشومانو د ادبیاتو د پرمختګ او پراختیا په برخه کې د افغان دولت د نه پاملرنې له امله اندېښنه څرګندوي وايي چې په دغه هېواد کې ماشومان ټولنیزو، ادبي او فرهنګي نشریو ته کم لاس رسی لري.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم دغه نیمګړتیا مني او وايي چې په دغه برخه کې شوي کارونه په هیڅ ډول کافي نه دي.
که څه هم ویل کېږي چې د وروستیو څو لسیزو جګړو له امله په افغانستان کې د ماشومانو ادبیات زیامن شوي خو تردېره په دغه برخه کې د نه پاملرنې په تور د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارات ته د انتقاد ګوته نیول کېږي.
یو شمېرافغان فرهنګیان او ماشومان انتقاد کوي، چې چارواکو ولې د شته امکاناتو سره، سره په دې برخه کې بنسټېز کارونه نه دي کړي.
نن، سبا د ماشومانو لپاره ډېری چاپي خپرونې او کتابونه د نا دولتي ټولنو او یا هم د افغان لیکوال په مالي لګښت سره چاپېږي.
د ماشوم د ادبیاتو یو لیکوال محب الله زغم د ماشوم د ادبیاتو په برخه کې د دولت نه پاملرنې اندېښمن کړی او وايي چې کورنۍ هم باید مطالعې ته د ماشومانو د هڅونې په برخه کې کار وکړي:
″دولت همدا شان چې د فرهنګ په نورو چارو کې خپله وظیفه سمه نه ده اجرا کړې د ماشوم د ادبیاتو په برخه کې هم یواځې ډېرې محدودې خپرونې دي لکه د کمکیانو انیس او معرفت چې دا په هیڅ ډول کفایت نه کوي، ځیني انجیوګانو او لیکوالو د ماشومانو د ادبیاتو لپاره کار کړی دی، کورنی که د کتاب په اهمیت پوه شي ماشومان هم تشویقوي او ماشومان چې تقاظا وکړي بیا لیکوال هم مجبورېږي چې په دې برخه کې کار وکړي او دولت هم.″
لیکوال په دې باوردې چې د انسان د شخصیت جوړونې لومړني بنسټونه د ماشومتوب دوران دی او د دغه عمر زده کړې د انسان په راتلونکي ژوند کې محسوسېدلی شي.
د کابل ښار د یو شمېرماشومانو په خبروکې مو هم وموندل چې د د دوی لپاره د خپرو شویو کتابونو او مجلو د مطالعې په برخه کې علاقه موجوده ده.
خو دوی هم ماشومانو ته د تخلیق شویو ادبیاتو او نشریو د چاپ د نه پاملرنې په برخه کې له افغان دولت او لیکوالو ګیله من دي:
″نوم مې مسلم دی، جالبه کتابونه مې ډېر خوښېږي، زه پلار ته وایم چې ماته بازار نه کتابونه راوړي او راوړي یې هم، ماته ښوونکي په ښوونځي کې وايي چې ستا مطالعه ډېره قوي ده زه ورته وایم هو، زه کتابونه وایم .
****
نوم مې عبدالرحمان دی، په شپږم ټولګي کې یم، زه غواړم چې یوه مجله جوړه شي چې هرقسم معلومات او دیني کیسې ولري، دولت موږ ته پام نه کوي، خپل کارونه کوي زموږ په قیصه کې نه دی.″
د ماشوم د ادبیاتو ډېر شمېر متخصصین په دې باوردي چې ماشومانو ته باید د دوی په خپله ژبه لیکنې وشي خو دې اصل ته د ماشومانو لپاره افغان چاپي رسنیو کمه توجه کړې ده.
د کابل ښارپه اکثرو کتابتونونوکې د ماشومانو لپاره د افغان لیکوالو چاپي اثار کم ترسترګو کېږي او ډیری د بهرنیو لیکوالو دي.
د کابل ښارله یو کتاب پلورنکي شاه محمده مو وپوښتل چې څه شمېر کورنۍ د خپلو ماشومانو لپاره د کتابونو او خپرونو د اخیستلو لپاره ستاسې دوکان ته راځي، هغه وویل:
″د ماشومانو لپاره ډېرکتابونه لرو، خو ټول په فارسي ایرانۍ ژبه دي، کورنۍ راځي پوښتنه کوي او بیرته ځي، ځکه فروشات مو هم په دې برخه کې کم دي.″
نن سبا ویل کېږي چې د ماشومانو لپاره ( د کمکیانو انیس ) په نوم یوه چاپي خپرونه موجوده ده چې په کم تیراژ سره په میاشت کې دوه ځلي خپرېږي او د ماشومانو لاسرسی ورته کم دی.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارات سلاکارجلال نوراني دا مني چې په تېرو دیارلسو کلونوکې د ماشومانو د ادبیاتو او چاپي خپرونو په برخه کې د پام وړکارنه دی شوی خو ښاغلی نوراني په دغه کارکې افغان لیکوال هم ګرموي وايي چې:
″زموږ لیکوالو او شاعرانو د ماشومانو لپاره ډېرکارونه نه دي کړي او د لویانو لپاره لیکنې کوي، موږ په افغانستان کې دننه یو د کمکیانو انیس لرو او دا چې لیکوال ماشومانو ته کم کارکوي نو ځکه له ایرانه کتابونه راځي.″
افغان فرهنګیان په داسې حال کې چې د ماشومانو د ادبیاتو په برخه کې د دولت کړنو ته د انتقاد په سترګه ګوري وايي چې کومې موسسې او ټولنې چې د ماشومانو په نوم نړېوالې مرستې تر لاسه کوي دوی هم په دې برخه کې کوم اغیزمن کارنه دی تر سره کړی.
پخوا به د افغانستان د پوهنې وزارات له خوا د مرستندویو درسي کتابونو په نوم یو شمېرکتابونو چاپېدل چې تر ډېره د ماشومانو او ځلمکیو ادبي او فرهنګي مینه به یې خړوبوله خو د سردارمحمد داوود خان تر واکمنۍ ورسته دې برخې ته هم پاملرنه نه ده شوې.
راپور: اجمل تورمان