ایران د نړۍ له شپږو طاقتونو سره د مذاکرو په لړکې د عمان په مرکز مسقط کې دوه ورځنۍ خبرې پای ته ورسولې، خو ویل کیږي چې کوم مهم پرمختګ په کې نه دی شوی.
دا خبرې د ایران د اټمي پروګرام په اړه د یوه اوږدمهالې تړونه چې د نومبر ۲۴ مه ورته ټاکل شوې، مخکې وشوې.
د دوشنبې په ورځ د ایران د اټمي پروګرام په اړه خبروکې داسې کوم پرمختګ ونه شو چې د نومبر د ۲۴ مې نیټې سترې معاملې لپاره لار هواره شي.
د مسقط په خبرو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري، د اروپایي اتحادیي د بهرنۍ پالیسۍ سلاکارې کاترین اشټن او د ایران د بهرنیو چارو وزیرجواد ظریف ګډون کړی و. امریکایي چارواکې وایي، په دې خبرو کې ډیر لږ پرمختګ شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جین ساکي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دا خبرې ډیرې سختې او جدي وې:
″خبرې سختې، مستقیمې او جدي وې. سیاسي مشران به په عمان کې پاته وي او د پاته کیدو موده یي تر اوسه نده ټاکل شوې.
دوي به په راتلونکې اوونۍ کې د اروپا غونډې ته ځانونه چمتو کړي.″
د ایران رسمي خبري اژانس په خبرو کې د ایران د ستر مرکچې عباس عراقچې له خولې وایي:
″موږ په داسې یو موقف کې نه یو چې ووایو په دې مذاکرو کې مو پرمختګ کړی دی.″
عراقچي زیاته کړه، ایران هیله من دی چې د ټاکلي ضرب الاجل مخکې به یو تړون لاسلیک شي.
اسوشئتدپرس آژانس لیکي:
د عمان خبرې په اصل کې د نومبر د ۲۴ مې نیټې معاملې لپاره یوه مقدمه وه او په دغې نیټې به خبرې ختمې شي.
دوه تنه جګ پوړې امریکایي چارواکې چې د مسقط په خبرو کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کري سره ملګري وو، وایي:
″خبرې سختې، مستقیمي او جدي وې، خو لا هم دا هیله شته چې یوه معامله به وشي.″
د اژانس په باور، که چیرې د ایران او د نړۍ د شپږو طاقتونو ترمنځ د نومبر په ۲۴ مه معامله وشي، دا به له یوه نسل وروسته د ایران او نړۍ ترمنځ د بې اعتمادۍ فضا له منځه یوسي او د منځني ختیځ د هیوادونو هغه اندیښنې به هم لري کړې چې وایي، ایران د اټم جوړولو توان لري. دا معامله به دغه راز د ایران اقتصاد چې د نړیوالو بندیزونو له امله سخت ځپل شوی، بیرته ورغوي.
له بلې خوا راپورونه وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري پیکنګ ته روان دی چې هلته له جمهور رئیس بارک اوباما او د ملي امنیت له سلاکارې سوزان رایس سره یو ځاي د آسیا – پاسفیک مشریزې غونډه کې ګډون وکړي او په عین وخت کې هغوي دواړو ته د عمان د خبرو په اړه معلومات ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی چې د کري د سفرملګری دی، وایي:
په ډیرو شیانو به په پیکنګ کې پریکړه وشي چې په راتلونکې باید موږ کوم ګامونه پورته کړو.