د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۳

ایران د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې کاپي جوړه کړې


ایران د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې کاپي جوړه کړې او د دوشنبې په ورځ یې د لومړي ځل لپاره هوا ته پورته کړه.

د امریکا د یوې بي پیلوټه الوتکې کاپي چې په ۲۰۱۱م کال کې په ایران کې غورځیدلې او ایراني چارواکو ضبطه کړې وه؛ د دوشنبې په ورځ د ایران په فضا کې د لومړي ځل لپاره الوتنه وکړه.

ایران د ۲۰۱۱ م کال ډسمبر میاشت کې د امریکا بې پیلوټه RQ-170 ډوله الوتکه د هېواد په ختیځ کې موندلې وه او په افغانستان کې دېره امریکایي ځواکونو هغه مهال د دې الوتکې د ورکېدو اعلان کړی و.

د ایران یوه جګ پوړی پوځي؛ جنرال امیرعلي حاجي زاده د ایران رسمې خبري آژانس ته ویلي؛ موږ ژمنه کړې وه چې د روان کال په دوهمې نیمایي کې به د RQ-170 ډوله بې پیلوټه الوتکه جوړوو او دا کار مو وکړ.

ټاکل شوې چې د دې بې پیلوټه الوتکې د الوتنې فلم په نږدې وخت کې خپور شي.

د ایران د نیمه رسمي خبري آژانس "تسنیم" په یوه راپور کې ښکاري چې د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله خامنه یي د امریکا د دې بې پیلوټه الوتکې د کاپي جوړولو او الوتنې د خبر د اورېدو په مقابل کې خوښي کوي او وایي، نن ورځ زما لپاره یوه ډېره ښه او نه هېرېدونکې ورځ ده.

په ۲۰۱۱ م کال کې چې کله د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه کشف او ضبط شوې وه؛ ایراني چارواکو ویلي وو چې له الوتکې څخه یې ډير ګټور او د اهمیت وړ تخنیکي معلومات ترلاسه کړي او په ایران کې د ورته الوتکې صنعت پیل شوی دی.

ایران د روان عیسوي کال می میاشت کې اعلان کړی و چې د امریکا د دفاعي تخنیکي کمپنۍ "لاکهیډ" د یوې بې پیلوټه الوتکې کاپي یې جوړه کړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو ویلي؛ د دې بې پیلوټه الوتکې امنیتي سیسټم داسې دی چې ایران به ونشي کړای په جوړولو کې یې ارزښت لرونکې معلومات ورڅخه ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG