د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۷

اوباما د ایران مذهبي مشر ته لیک استولی


تر پنځه دیرش کلونو ډیر وخت وشو چې ایران او امریکا ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري؛ خو اوس د اسلامي دولت د ډلې په برخه کې دغه دواړه هیوادونه نژدې سره ورته نظر لري.

ایران چې شیعه په کې اکثریت دي؛ د اسلامي دولت افراطي ډلې ته د خپل دښمن په سترګه ګوري. امریکا هم د دې ډلې پرضد د یوه پوځي ایتلاف مشري کوي او غواړي چې د دې ډلې د پرمختګ مخه ډب کړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په پټه او د رسنیو له سترګو پناه د ایران مذهبي مشر ته یو لیک استولی دی او له هغه څخه یې د اسلامي دولت پر ضد په جګړې کې د احتمالي همکارۍ غوښتنه کړې ده.

دا لیک چې په اکتوبر کې استول شوی دی؛ چا ته معلوم نه و، خو وال سټریت جورنال ورځپاڼې اوس د هغه خبر خپور کړی دی.

دغه امریکایۍ ورځپاڼه وایي؛ اوباما په دې لیک کې د اسلامي دولت سني مذهبه ډلې پرضد د ګډې جګړې یادونه کړې ده.

د وال سټریت جورنال په باور؛ د دې سربیره چې د تهران او واشنګټن تر منځ د نظر اختلاف شته؛ داسې اټکل کیږي چې د امریکا او ایران همکاري به په عراق او سوریه کې چې د اسلامي دولت وسله وال فعال دی؛ د ثبات په راوستو کې مرسته وکړي.

ورځپاڼه لیکي، اوباما "ایت اله علي خامنه يي" ته په لیک کې لیکلي دي چې د دواړو هیوادو تر منځ هرراز موافقه په دې پورې مربوطه ده چې د نومبر په څلرویشتمه د ایران د اټومي لانجې په اړه څه پریکړه کیږي.

بارک اوباما د خپلې ولسمشرۍ په وخت تر دې مخکې هم ا یراني چارواکو ته لیکونه استولي و او ویل کیږي چې دغه وروستۍ لیک یې څلورم یو دی.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ایرنست نه د دې خبرې پخلی کړی دی چې خامنه یي ته اوباما لیک استولی او نه یې هم دا خبره رد کړې ده؛ خو دی وایي چې د ایران په وړاندې د واشنګتن تګلاره نه بدلیږي.

ایران او امریکا د تهران د اټومي لانجې پر سر خبرې روانې کړې دي؛ امریکا او د امنیت شورا نور څلور دایمي غړي او جرمني له ایرانه غواړي چې خپل اټومي فعالیتونه راکم کړي؛ څو دوی ډاډه شي چې ایران اټومي وسلې نه جوړوي او د دې په ځواب کې به نړیوال پر ایران لګولي بندیزونه رانرم کړي.

تمه ده چې د نومبر په اتلسمه امریکا، بریتانیا، فرانسه، چین، روسیه او جرمني د ایران له استازیو سره په ویانا کې بیا خبرې پیل کړي؛ څو د نومبر په څلوریشتمه تر ټاکلي ضرب الاجله د ایران د اټومي پروګرام په برخه کې یوې موافقې ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG