د امریکا متحدو ایالتونو د ایراني چارواکو له خوا د یوې شپږ ویشت کلنې ښځې اعدام غندلی دی.
ریحانه جباري د شنبې په ورځ د ایران د استخباراتو د یو پخواني چارواکي عبدالعلي سربندي د وژنې په تور په دار وځړول شوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ایراني چارواکو انتقاد کړی دی چې ولې یې د دې ښځې د نه اعدامولو په اړه د ایراني د بشري حقونو د فعالانو غوښتنې ونه منلې او په دې برخه کې یې نړیوال اعتراضونه هم له پامه وغورځول.
ریحانه جباري په داسې حال کې اعدامیږي چې په تیرو میاشتو کې یو شمیر سازمانونو او شخصیتونو لکه د بښنې نړیوال سازمان او د اروپا د پارلمان مشر د نوموړې د اعدام د حکم د لغوه کیدو غوښتنه کړې وه.
رها بحریني چې د بښنې په نړیوال سازمان کې د ایران څیړونکی دی؛ د ریحانې اعدام د بشري حقونو د مدافعانو لپاره یو عمجنونکې پېښه ګڼي. نوموړي د ازادي راډیو د فردا څانګې سره په خبرو کې وویل:
”د ریحانې جباري اعدام او د دې دوسیې پای ريښتیا هم د نوموړې کورنۍ او د بشري حقونو مدافعانو ته یوه غمجنه شیبه ده. دوی په تیرو میاشتو کې پر نوموړې د اعدام د حکم د لغوه کیدو لپاره ډیرې هڅې وکړي.
د ایران قضايي چارواکو یو وار بیا وښودله چې د ایران د خلکو او نړیوالې ټولنې عمومي غوښتنې ته پاملرنه کول نه غواړي.“
پر ریحاني جباري تور پورې شوی و چې په ۲۰۰۷م کال کې یې د ایران د اطلاعاتو د وزارت پخوانی مامور مرتضی عبدالعلي سربندي وژلی.
خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یو سازمان وايي؛ سربندي غوښتل پر ریحاني جنسی تیری وکړي او هغې له ځان څخه د دفاع په هڅو کې نوموړی وژل شوی و.
دې ادارې همدارنګه په ۲۰۰۹م کال کې د ریحانه جبارې محاکمه غیرې عادلانه او له ستونزو ډکه بللې ده.