د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

د کابلبانک د قضیې د تورنو کسانو د نیولو لپاره د لویې څارنوالۍ تازه هڅې


په داسې حال کې چې د جمهور رییس اشرف غني احمدزي له لوري د کابل بانک د دوسې د څیړلو د فرمان له صادرېدو شل ورځې تیریږي؛ خو ویل کیږي چې په دې قضیه کې د څوارلسو تورنو کسانو د نیول کیدو په اړه هیڅ پرمختګ ندی شوی.

د لويې څارونوالی چارواکي وايي چې د دې دوسیې د بشپړیدو او محکمې ته د تورنو کسانو د حاضرېدو لپاره یې نوي اقدمات پیل کړي دي.

د دې ادارې ویاند بصیر عزیزي د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل؛ د کابلبانک په قضیه کې ډیر تورن کسان د ځينو کسانو او ادارو په ضمانت خلاص شوي دي او که ضمانت کوونکي دا تورن بېرته محکمې ته حاضر نه کړي له دوی سره به قانوني چلند وکړي.

د غه تورن کسان بیلابیلو بهرنیو هیوادونو ته تښتیدلي چې د ښاغلي عزیزي په خبره؛ د نیولو لپاره یې له انټرپول یا نړیوالو جنایي پولیسو څخه هم مرسته غوښتل شوې ده:

"د انترپول پولیسو ته مګتوب لیږل شوی چې؛ د کابلبانک په قضیه کې تورن کسان چې د هیواد څخه بهر دي؛ بېرته افغانستان ته راولیږي.

په همدې ډول که ضمانت کوونکي هغه بیرته حاضر نشي کړای؛ د افغانستان د قوانینو سره سم به ضمانت کوونکي تر څیړنو لاندې ونیول شي."

جمهور رییس اشرف غنی احمدزي د روانې میزان میاشتې په نهمه نیټه د کابل بانک د قضیې د بیا څیړنې غوښتنه وکړه او ټینګار يې وکړ چې د هېواد ټولو قضیو ته به رسیدګي کوي.

ښاغلی احمدزي د افغانستان لويې څارنوالۍ ته ۱۵ ورځې وخت وټاکه چې د کابل بانک د بحران عاملین ونیسي او دې قضیې ته رسیدګي وکړي.

د کابل پولیس وايي، د کابلبانک د قضیې په اړه یې تراوسه اوه تورن نیولي او د نورو نیول د دوی له توانه پورته کار دی.

د کابل امنیې قوماندان جنرال ظاهر ظاهر د یکشنبې په ورځ په دې اړه رسنیو ته وویل؛ حکومت باید له نورو لارو چارو د دې کسانو د نیولو اقدام وکړي.

"هغه څه چې په پولیسو پورې یې اړه لرله موږ کړې دي؛ نور کارونه ډيپلوماټیک دي او هم په انترپول پولیسو پورې اړه لري.

د مثال په ډول دوه هندي اتباع وو چې د هند سفارت یې د خوشې کېدو ضمانت کړې دی؛ دری نور د بانک د چارواکو په ضمانت ازاد شوي دي؛ دوه نور مخکې له دې چې موږ عملیات پیل کړو؛ پاکستان ته تښتیدلي او دوه نورو هم جعلي ضمانت ورکړي دي."

د افغانستان لویې څارنوالۍ په دې وروستیو کې د کابل بانک د قضيي اړوند یودېرش دوسیې د کابل د استناف محمکې ته لیږلي دي.

په همدې حال کې یوشمیر عام افغانان او د ولسي جرګې غړي په عدلي او قضایي ادارو باندې انتقاد کوي او وایي، چې دوی باید د کابل بانک په قضیه کې ټول ښکیل کسان له تیښتې مخکې ممنوع الخروج اعلان کړي وای.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG