د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

عبدالله: نړېواله ټولنه دې افغان ځواکونه لا ښه تجهیز کړي


د افغان حکومت اجرایي رییس عبدالله عبدالله د امنیتي ارګانونو په همغږۍ د ټینګار ترڅنګ له نړېوالې ټولنې وغوښتل، چې افغان ځواکونه ښه تجهیز کړي.

عبدالله عبدالله دغه څرګندونې نن د افغان او ایساف ځواکونو د رهبرۍ په جوړشوي ګډ درې ورځني سیمینار کې وکړه.

په همدې حال کې د کورنیو چارو سرپرست وزیرمحمد عمر دادوزی وايي، په ځینو ولایتونو کې وسله وال مخالفین د پولیسو په پرتله په ښو وسلو سمبال دي او باید د دې ستونزې هواري ته کار وشي.

په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د جګړیز ماموریت له بشپړیدو سره سم افغان لوړپوړي چارواکي له نړېوالې ټولنې غواړي چې د افغان امنیتي ځواکونو د سمبالښت، ښوونې او روزنې په برخه کې جدي هڅې وکړي.

د افغان حکومت اجرایي رییس عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د امنیتي ځواکونو او ایساف د مسولینو په ګډ سیمینار کې وویل، چې نړېواله ټولنه باید له امریکا او ناټو سره د لاسلیک شوو سندونو له مخې افغان امنیتي ځواکونه له هره پلوه په خپلو پښو و دروي:

″خوښ یم چې له امریکا او ناټو سره سندونه لاسلیک شول، له نړېوالو همکارانو نه مې غوښتنه دا ده، چې د ستونزو په برخو کې د خپلو افغان همکارانو غوښتنو ته غوږ کېږدي چې البته د دوی غوښتنې د لازیاتې او ښې ښوونې، روزنې، د تجهیز او نورو اوږمهالو برخه کې دي.″

په کابل کې د افغان امنیتي ځواکونو او ایساف ترمنځ د درې ورځني سیمنار هدف دا دی، څو امنیتي ځواکونه خپلې تیرې ستونزې مشخصې او د حل لارې چارې ورته ولټوي.

دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې په دې وروستیو کې وسله والو مخالفانو خپلو حملو ته زور ورکړی او د چارواکو په خبره په تیرو دریو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست محمد عمر داودزی په دې سیمینار کې وویل، وسله والو مخالفانو خپل جګړیز تکتیک بدل کړی او تر ډیره په ډله ییزه توګه د پولیسو پر پوستو حملې کوي.

ښاغلی داودزی وایي، د امنیتي ځواکونو ښه سمبالښت ځکه مهم دی، چې په ځینو سیمو کې وسله وال مخالفین داسې پرمختللې وسلې کاروي، چې له افغان ځواکونو سره نشته:

″په ډېرو سیمو کې له پولیسو نه د وسله والو مخالفانو په ښو وسلو سمبال دي، پولیس داهشکه، زیکویک او هشتادو توپ نه لري، خو له بده مرغه طالب یې لري، په داسې حال کې چې نړۍ له موږ سره ولاړه ده، هغوی خو غله دي، باید د پولیسو په تجهیز له سره غور وشي.″

هغه زیاته کړه دا مهال پولیس یواځې په زړو کلاشینکوفونو او پیکا و جنګیږي چې زیات سمبالښت ته اړتیا لري.

که څه هم نړېوالې ټولنې په وار وار د افغان ځواکونو د ملاتړ او تجهیز ژمنې کړي، خو د چارواکو په خبره تراوسه په دې برخه کې ډیرې کمې عملي مرستې شوي دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو عمومي قومندان وایي، له افغان ځواکونو سره به خپلې مرستې په دې شرط جاري وساتي، چې دغه ځواکونه په خپلو چارو کې شفافیت راولي.

څیړونکي وایي، که سرله اوسه د امنیتي ځواکونو په لیکوکې د موجوده ستونزو هواري ته پام ونه شي؛ په راتلونکې کې به دا ستونزمنه وي؛ چې دغه ځواکونه د بهرنیو له مرستې پرته د هېواد امنیتي چارې کنټرول کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG