د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۵

امریکا او روسیه: د ايران د اټمي پروګرام په اړه موافقه امکان لري


امريکايي او روسي چارواکي وايي، د ايران د اټمي پروګرام په اړه د تعين شوي مودې دننه موافقه امکان لري.

خو د روسيې د بهرنيو چارو وزیر وايي چې؛ توافق ته د رسېدو لپاره تعين شوې نېټه يوه مقدسه نېټه نه ده چې نشي تغيرېدای.

د څېړونکو په وينا، روسيه په دې خبرو سره غواړي د موافقې لپاره د ټاکل شوې نېټې تمديد ته لاره پرانيزي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرجان کري او د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف پرون وويل چې؛ د دوی په فکرد ايران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه د ټاکل شوي د نومبرتر۲۴مې نېټې پوري يوې وروستۍ موافقې ته د رسېدلو امکان شته.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرجان کري د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سرګي لاوروف سره په پاريس کې له لیدلو وروسته وويل، موافقې ته رسېدل له امکانه لري خبره نه ده خو ډېرې ستونزې شته چې بايد حل شي:

″زه په دې باورنه يم چې يوې موافقې ته رسېدل ناممکنه خبره ده خو موږ ډېرې ستونزې لرو چې بايد حل شي.

زه غواړم په دې اړه وړاندوينه ونه کړم. موږ د جدي خبرو دوام ته ضرورت لرو چې موږ به يې وکړو او ګورو به چې کار مو تر کومه بريده پرمخ ځي.

زما په فکر، اوس مهال چې مذاکرات کوم ډول پر مخ ځي، روان وضعيت څرګندوي.″

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وويل چې؛ په ټاکل شوې موده کې دننه موافقې ته رسېدل امکان لري خو د نومبر د ۲۴مې ټاکل شوې نېټه يوه مقدسه نېټه نه ده چې تغير نشي خوړای او که ترهغه وخته موافقه ونشي، دا کوم لوی ناورين نه دی نو مهلت به تمديد شي.

د امريکا، روسيې، چېن، برتانيا، فرانسې او المان چارواکي په راتلونکي ورځو کې د ايران د بهرنيو چارو له وزيرجواد ظريف سره ګوري.

دوی هيله من دي چې ايران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه به يوې موافقې ته سره ورسيږي.

کري، چې ټاکل شوې ده د اتریش په مرکز ويانا کې به نن د ايران د بهرنيو چارو له وزير جواد ظريف سره ګوري، ويلي دي چې تراوسه لا ستونزې شته چې بايد حل شي.

ده ټينګار وکړ چې؛ اوسمهال هغه تبصرې او اوازې چې وايي دا ستونزې به د موافقې د لاسليک لپاره تر تعين شوي مودې پورې حل شي، تر وخت مخکې خبرې دي.

د هغه موافقې پربنسټ چې په اوړي کې د ايران او د نړۍ د سترو هيوادونو ترمنځ شوې وه، ايران بايد خپل اټمي پروګرامونه محدود کړي وای او د دې کار په ځواب کې بايد د نړۍ د سترو هېوادونو له خوا پر ايران لګول شوي بنديزونه بيرته ايسته شوي وای.

د نړۍ د سترو هېوادونو له خوا پرايران لګول شويو بنديزونو د دې هېواد اقتصاد ته سخته ضربه ورکړې ده.

لويديځ هېوادونه په دې باوردي چې ايران د خپل اټمي پروګرام ترچتر لاندې، د اټمي وسلو جوړولو هڅې کوي خو ايران وايي چې دا پروګرام يې ملکي اهداف لري.

XS
SM
MD
LG