د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

"د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو وروستۍ پایلې باید ژر اعلان شي"


د کابل د ولایتي شورا یوه ښځینه کاندیده خاطرې اسحق زۍ
د کابل د ولایتي شورا یوه ښځینه کاندیده خاطرې اسحق زۍ

د ولایتي شوراګانو یو شمیر کاندیدان چې په خبره يې د لومړنیو پایلو له مخې ګټونکي دي؛ د وروستي نتایجو په ډېر ژر اعلان ټینګار کوي.

ځینو کاندیدانو د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ د جمهوري ریاست انتخاباتو د ولایتي شوراګانو انتخابات ډېر وځنډول او ډېرې ستونزې یې رامنځته کړې.

د مشرانو جرګې مرستیال او د ولایتي شورا د انتخاباتو یوه کاندید رفیع الله ګل افغان وویل چې؛ د ولسمشرۍ انتخاباتو تل د ولایتي شوراګانو انتخابات اغیزمن کړي:

"موږ تل د جمهوري ریاست د انتخاباتو قرباني شوي یو. د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو پوښتنه هم څوک نه کوي چې؛ چا رایه درلوده نه یې درلوده. هر څه چې د انتخاباتي کمیسیونو زړه غوښتي هماغه کار یې کړی."

د کابل د ولایتي شورا یوې ښځینه کاندیدې خاطرې اسحق زۍ بیا له نوي حکومته وغوښتل چې؛ د ټول هیواد د شاوخوا دوه زره کاندیدانو برخلیک مهم وګڼي او د دې انتخاباتو وروستي نتایج اعلان کړي:

"تقریباً د دوو زرو شاوخوا کې وکیلان بې سرنوشته پاتې دي. هر یو په دې تمه دی چې؛ زه به نن وکیل کیږم سبا به وکیل کیږم. ولې دوی له خپل ورځني کارونه شاته پاتې دي. له دواړو کمیسیونو او حاکم حکومت څخه مې غوښتنه ده چې؛ په دې کې خپل غوڅ دریځ غوره کړي او د افغانستان د ملت رایو ته درناوی وکړي."

اسحق زۍ وايي، د انتخاباتو د نتیجې په اعلان کې ځنډ ډېرې ستونزې رامنځته کړي چې؛ له هغې ډلې د پخوانیو وکیلانو د کار ناقانونه دوام او د نویو کاندیدانو نامعلومه برخلیک تر ټولو مهمه برخې دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي بیا وايي؛ د ولایتي شورا د انتخاباتو وروستي نتیجه به ډېر ژر اعلان شي؛ خو که چيرې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته سپارل شوې تخنیکي پروسه بشپړه شي.

د دغه کمیسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ د دوه ویشتو ولایتونو د پاکو محلونو د رایو پروسس پیل شوی او هڅه کیږي چې نتایج ډېر ژر اعلان شي:

"کمیسیون د شکایتونو په څلورو فارمټونو کې خپلې فیصلې موږ ته رالیږلي دي چې؛ که موږه د دوی د فارمټونو په مطابق کار ته ادامه ورکړو وخت زیات نیسي.

دوی به که ژر دا هم موږ ته راولیږي؛ نو موږه امکانات د دې لرو چې؛ په ورځ کې تر دوه دوه نیم زره فورمې د نتایجو سیسټم ته ورسوو. که دا همکاري دوی وکړي، موږ به ډېر ژر نتایج اعلان کړو."

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې د ولایتي شورا د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د روان کال د ثور په دېرشمه جوړې شوې شوې؛ خو د ولسمشرۍ انتخاباتو د دې نتایجو اعلان وځنډاوو.

څه باندې دوه نیم زره کسانو د ولایتي شوراګانو لپاره ځانونه کاندید کړي وو؛ چې له ډلې يې نږدې پنځه سوه تنه د څلور دېرشو ولایتونو ولایتي شوراګانو ته لار پیدا کوي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG