د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

عبدالله: د ملي وحدت حکومت باید خلکو ته ځواب ویونکی وي


د ملي وحدت حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله وایي، حکومت باید خلکو ته خدمت وکړي او د ولس په وړاندې ځواب ویونکی وي.

ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په لومړنۍ غونډه کې چې د ده په مشرۍ جوړه شوی وه په دولتي ادارو کې پر پراخو اصلاحاتو ټینګار وکړ.

عبدالله عبدالله په خپلو خبروکې د سولې په ټینګښت او د قانون په حاکمیت ټینګار وکړ.

د ملي وحدت حکومت اجرایوي مشرعبدالله عبدالله د قانون عملي کول، د ادارې فساد پرضد مبارزه، ښه حکومتداري او په بېلابېلو ادارو کې د پراخو اصلاحاتو راوستل د نوي حکومت مهم لومړیتوبونه په ګوته کړل.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په لومړنۍ غونډه کې چې ده یې مشري کوله وویل، چې د ملي وحدت حکومت باید خلکوته خدمت وکړي او ځواب ویونکی اوسي.

ښاغلي عبدالله وویل، خلکو ته باید دا ثابته شي چې د ملي وحدت حکومت ولس ته ژمن او زیاته یې کړه، چې دا حکومت به ټولې هغه ژمنې عملي کړي، چې پخوا یې کړي دي:

″د افغانستان خلکو ته ځواب ویونکي حکومت اوسئ، د افغانستان خلکو ته خدکت وکړئ، ملي پیوستون په ریښتني ډول تمثیل کړئ، ټولنېز عدالت تمثیل کړئ، دا هغه ژمنه ده چې موږ محترم جمهوررییس او هرهغه همکار چې د ملي وحدت حکومت په چوکاټ کې چې په هره سطح کې کار کوي موږ ورته ځان مسوول ګڼو.″

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ولسمشراشرف غني احمدزی هم په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو په راوستو ټینګار کړی او ویلي دي، چې کارباید اهل کار ته وسپارل شي.

ښاغلي احمدزي په تیروڅو ورځو کې په دې برخه کې یو شمېر اجرات هم کړي او خلکو ته یې ژمنه ورکړې چې د ملي وحدت حکومت باید خلکو ته خدمت وکړي.

په تیرو دوو اونیو کې خلکو د ولسمشراحمدزي له اقداماتو تود هرکلی کړی او ویلي دي، چې د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله له لوري شوې ژمنې باید په بشپړ ډول عملي شي.

خو د سرپرستو وزیرانو په اړه یوه اندیښنه موجوده ده او ویل کیږي چې ممکن یو شمېر وزیران په ښه ډول خپلو کارونو ته ادامه ورنه کړي.

خو ملي وحدت حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، چې په کارونو کې باید ځنډ رانه شي او د نوي کابینې ترتشکیل پورې وزیران خپلو کارونو ته په منظم ډول رسیدګي وکړي:

‍″تاسو په اړوندو وزارتونو کې سر پرست یې، دا په دې مانا نه ده چې ستاسو په کارونو کې ځند راشي زه یقین لرم، چې تاسو دا ملي ژمنه په سیاسي او ادارې سطحه کې د هېواد د ادارې او خلکو په اړه یې لري، ترهغه چې مسولیت پر غاړه لري خپلې دندې پر مخ وړي.″

ښاغلي عبدالله همدا راز سرپرستو وزیرانو ته وویل، هغه برنامې یې چې د مختلفو دلایلو له امله په وزارتونو کې نه دي عملي کړي په اړه یې نوموړې ته په راتلونکې غونډه کې په لیکلي بڼه معلومات ورکړي.

عام افغانان او د چارو کارپوهان وايي، چې د عبدالله عبدالله خبري د ولسمشراحمدزي له خبرو سره ورته والي لري، هغوي هیله مندي ښیي چې دواړه به د ملي وحدت حکومت په چوکاټ کې خپلې ژمنې عملي کوي.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG