د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

محمدي: موازي ادارې او وزارتونه به منحل شي


افغان چارواکي وايي، ولسمشر اشرف غني احمدزی په دې هڅه کې دی چې؛ د نوې کابینې له جوړېدو مخکې، ادارې او وزارتونه ارزیابي کړي او د تشکیلاتي تورم مخنیوی وکړي.

د وزیرانو او لوړپوړو حکومتي چارواکو د ګمارلو په برخه کې د یو لړ معیارونو په پام کې نیولو سره سره؛ نوي افغان حکومت د موازي وزارتونو او ادارو د ګډولو او منحل کولو لپاره هڅې تیزې کړي دي.

افغان چارواکي وايي، یو شمیر وزارتونه او ادارې د حکومت په چوکاټ کې اضافه دي او د ولسمشر اشرف غني احمدزي له خوا به له منځه یوړل شي.

د ولسمشر احمدزي حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي له آزادی راډیو سره په ځانګړې مرکې کې که څه هم په مشخصه توګه د دغو وزارتونو او ادارو نومونه یاد نه کړل؛ خو زیاته یې کړه چې؛ دغه ادارې زیات لګښتونه لري.

"یو شمیر موازي ادارې او بې هدفه وزارتونه شته چې؛ د افغانستان پر ملت ډير لګښتونه تحمیلوي. هغه ادارې چې تکراري کارونه کوي؛ هغوی به لږ تر لږه د انتقالي دورې په دې کمې مودې کې حد اکثر پنځه څولیښتو ورځو په ترڅ کې به وارزول شي او هغې ادارې چې موجودیت ته یې هیڅ اړتیا نشته؛ هغه به منحل شي. یوازې هغه ادارې به پاتیږي چې د ټولنې لپاره عیني کړنې ترسره کړي."

ښاغلي محمدي دغه راز وویل، ولسمشر اشرف غني احمدزي راتلونکې یوه نیمه میاشت انتقالي دوره بللې او په دغې مودې کې د وزارتونو او ادارو د ارزونې ترڅنګ به د پوهې؛ ژمنتیا او تخصص پر اساس نوې کابینه جوړه کړي.

عامو خلکو او یو شمیر بنسټونو هم د بیلابیلو غونډو پر مهال د افغانستان له نوي ولسمشره غوښتنه کړې چې؛ د لوړ پوړو چارواکو په ګمارنه کې تخصص؛ ژمنتیا او تجربه په نظر کې ونیسي.

له دې وړاندي ولسمشر احمدزي هم په غونډو او ناستو کې ویلي چې؛ ضوابط به پر روابطو حاکم وي او کار به وړو او تجربه لرونکو کسانو ته وسپاري.

په ورته وخت کې د ولسمشر حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي آزادی راډيو ته وویل؛ په نوي کابینې کې د پخوانیو وزیرانو د حضور په اړه هیڅ ضمانت نشته:

"د اشخاصو د مدیریتي وړتیاوو او تخصص پر اساس به ځانګړي معیارونه تعریف شي. له موجوده څیرو څخه که داسې کسان وي چې؛ په دغو معیارونو برابر وي؛ نو ښایي ښاغلی ولسمشر ورسره موافقه وکړي چې؛ یا په خپلو برخو کې او یا نورو برخو کې کارونو ته دوام ورکړي. خو هیڅ تضمین نشته چې حتماً به دا کسان هم وي. د ولسمشر لپاره یوازې معیارونه او وړتیا مهمه ده."

ولسمشر اشرف غني احمدزي ویلي چې؛ د لوړې تر مراسمو وروسته د پنځه څلویښتو ورځو په جریان کې به نوې کابینه اعلان کړي او د هغوی په ګمارنه کې به د پوهي، تخصص او ژمنتیا معیارونه په پام کې ونیسي.

نوموړي دغه راز وویل، چې له اداري فساد سره په جدیت مبارزه کوي او موازي بنسټونه به له منځه یوسي.

عام خلک او مدني ټولنې هم له فساد سره د مبارزې او ښې حکومتدارۍ په برخه کې د ولسمشر اشرف غني احمدزي د وروستیو څو ورځو د کړنو هرکلی کوي او وايي چې، باید په افغانستان کې د اداري فساد او بې قانونیو مخه و نیول شي.

XS
SM
MD
LG