د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

پنجره باز: نوی حکومت دې په لوړو پسټونو کې وړ کسان په دندو وګماري


د پنجره باز په نامه یوه مدني ټولنه د ملي یووالي له حکومته غواړي چې؛ کابینې او نورو لوړو پسټونو ته دې د اشخاصو په ګمارلو کې پوهه؛ مسلک، صداقت او توانايي په پام کې ونیول شي.

که څه هم د ملي یووالي د حکومت چارواکي وایي چې؛ کابینې او نورو لوړو او حساسو پسټونو ته یې د اشخاصو په ګمارلو غور پیل کړی؛ ځینې مدني ټولنې او عام خلک وایي چې؛ د ملي یووالي نوی حکومت دې پرټولو دولتي پسټونو داسې کسان وګماري چې؛ پوهه، مسلک، صداقت او تجربه یې خلکو ته ثابته شوی وي.

د پنجره بازپه نامه د یوې مدني ټولنې مسوولینود پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ پر لوړو دولتي پستونود پوهو او مسلکي کسانو ګمارل کولی شي؛ په هیواد کې ښه حکومتداري رامینځته او د فساد مخه ونیسي.

د دې تولنې ریيس اصف مهاجر د ملي یووالي حکومت پرچارواکو تاکید وکړ؛ چې په لوړواو حساسو دولتي پسټونو دې د ناپوهواو غیرمسلکي کسانو له ګمارلو په کلکه سره ډډه وکړي.

ده نوي حکومت ته د خپلې ټولنې غوښتنې داسې مطرح کړې:

"یو:- د خلکو ګمارل باید د پوهې او ژمنتیا پر معیارونو وي.

دوه :ـ د واسطو دوسیې دې وتړل شي او بې واسطو کسانو ته دې هم حق ورکړل شي.

درې:- په اداروکې دې د کمزورو کسانه مخه ونیول شي.

څلور:- د استخدام پروسه باید شفافه اورقابتي وي."

په افغانستان کې د اشرف غني احمدزی په مشرۍ د ملي یووالي حکومت کابو دوه اوونۍ مخکې جوړ شو چې؛ په دې موده کې محمدحنیف اتمر د جمهور ريیس د ملي امنیت د سلاکار او سلام رحیمي د جمهور ريیس د دفترد مسوول په ټوګه ګمارل شوي دي.

سربیره پردې جمهور ريیس د یوه فرمان په صادرولو سره د کابینې پخواني غړي او والیان پرخپلو پستونو د سرپرستانو په ټوګه ګمارلي دي.

همدارنګه جمهور ريیس اشرف غني احمدزي د نوي حکومت په لومړیو کې ژمنه کړې چې؛ په لوړواوحساسو پستونو به پوه، مسلکي، رښتینی او ملي ګټو ته وفادار کسان ګماري.

په عین وخت کې عام خلک غواړي چې؛ نوی حکومت دې پر لوړو او حساسو پستونو د ناپوهواو غیرمسلکي کسانو له ګمارولو ډډه وکړي.

خلک وايي:

"زه سید حبیب اله یم. په کابینه کې دې پوه او وطنپرست وزیران مقرر شي؛ چې ابتکار ولري او ملي ګټې ترشخصي ګټو پورته وګڼي.

زه امین اله امین یم. وزیران او لوړپوړي داسې کسان اوسي چې؛ د خلکو په وینو یې لاسونه سره نه وي؛ اهلیت، لیاقت اوایمانداري ولري."

ځینې مدني ټولنې او عام خلک وایي؛ د تیر حکومت په یوشمېر لوړو پستونو ناپوه، غیرمسلکي او کمزوري کسان ګمارل شوي وو؛ چې همدغه نیمګړتیا په هیواد کې د اداري فساد د پراختیا سبب شوې وه.

دوی وایي، که دا حکومت لوړپستونه، ناپوهو او غیرمسلکي کسانو ته وسپاري، نه یوازې دا چې ښه حکومتولي رامینځته نه شي؛ بلکې د فساد لمن به نوره هم وغځیږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG