د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

کوهاټ: بمي چاودنې ٦ کسان ووژل


د خيبر پښتونخوا ايالت په کوهاټ کې د مسافرو يه موټر کې بمي چاودنه شوې، چې د چارواکيو په وينا، دوى ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د کوهاټ سيمه ييز امنيتي چارواکي وايي، چې د شنبې په ورځ د کوهاټ په پېښور چوک نومي سيمه کې د سپرلو په يوه موټر کې بمي چاودنه شوې، چې لږ تر لږه ٦ کسان يې وژلي او د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې ١٨ نور ټپيان شوي دي.
دوى زياتوي، چې د پښې ټپيان يې د کوهاټ بېلابېلو روغتونونو ته لېږدولي، چې د ځينو حالت پکې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.
د کوهاټ د سيمه ييزو پوليسو يو تن چارواکي امجد خان ازادي راډيو ته وويل، په چاودنه کې نزدې ٥ کيلو چاودېدونکي مواد کارول شوي وو، چې د ريموټ کنټرول په ذريعه الوزول شوي:
" په چاودنه کې ٦ کسان مړه شوي او د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې ١٨ نور ټپيان دي. دا بم [په پېښور چوک کې] په يوه تمځاى کې په يوه سوزکي موټر کې ځاى پرځاى شوى وو."
هغه زياته کړه، چې که څه هم د اختر په مناسبت يې په کوهاټ ښار او شاوخوا سيمو کې امنيتي تدابير کلک کړي ، خو بيا هم ددې ډول ناوړه ناڅاپي پېښو مخنيوى نږدې ناشونى دى.
کوهاټ د خيبر پښتونخوا شمال لويديځ ته پرته سيمه ده، چې له د اورکزي ايجنسۍ له قبايلي سره نښتې اوږده پوله لري او وخت ناوخته پکې د وسله والو او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ نښتې کېږئ.
همدا راز په دې سيمه کې د مذهبي تاوتريخوالى له امله هم ډېرې جګړې رامنځته کېږي، چې دا لړۍ له پخوا راهيسې روانه ده.
په کوهاټ د سپرلو په موټر کې دا بمي چاودنه په داسې حال کې شوې، چې د پنجشنبې په ورځ هم پېښور ته نزدې په بازيدخېلو کې د مسافرو په موټر کې بمي چاودنه شوې وه، چې ٧ کسان يې وژلي او ١١ نور يې ټپيان کړي وو.
د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور او ددې ايالت په نورو سيمو کې په دې وروستيو کې په داسې حال کې په ترورېستي پېښو کې ډېروالى راغلى، چې د پاکستانيو ځواکونو د روان کال د جون له ١٥مې نيټې راهيسې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبآيلي سيمه کې د سخت دريځه وسله والو پرضد پوځي عمليات پيل کړي او د پراخو برياوو دعوه کوي.
د خيبر پښتونخوا دولتي او امنيتي چارواکي وايي، چې د تروېستي پېښو وروستى ډېروالى ښايي په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياوت غبرګون وي او اندېښمن دي، چې ګنې په راتلونکي کې به دا ډول پېښې لا ډېرې شي.
د پاکستان صدراعظم نوازشريف او د خيبر پښتونخوا اعلى وزير د کوهاټ بمي چاودنه غندلې ده.
د يادونې وړ ده، چې ددې بمي چاودنې مسووليت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلى نه دى منلى.
راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG