د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

د ولسمشر اشرف غني د حکومت لومړۍ ١٠٠ ورځې

ولسمشر غني په کابل کې د ننني انتحاري برید په اړه د تحقیقاتو امر کړی

شنبه: 25.08.1393

ولسمشر اشرف غني امنیتي چارواکو ته امر کړی چې په کابل کې د نننۍ انتحاري حملې په اړه چې هدف یې د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ وه؛ څیړنې وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر غني دغه حمله غندلې او هغه یې د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف بللې.

نن سهار شاوخوا لس بجې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان پرسړک د شکرې بارکزۍ پر موټر انتحاري حمله وشوه چې درې کسان په کې ووژل شول او د میرمن بارکزۍ په ګډون شل نور په کې ټپیان شول.

د کورنیو چارو زوارت ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې حمله د یوه کرولا ډوله موټر په وسیله شوې.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې په دې برخه کې تحقیقات پیل شوي دي.

تر دا مهاله د پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخستی.

ولسمشر غني د افغانستان او پاکستان د کرکټ ټیمونو ترمنځ د لوبې ننداره کوي

شنبه:24.08.1393

پاکستان ته د افغانستان د جمهور رییس اشرف غني د سفر په جریان کې به نن د دواړو هیوادونو د کرکټ الف ټيمونه په شلو اورونو کې دوستانه لوبه وکړې.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړو په کویټ کې ښې لاسته راوړنې درلودې او هیله ده چې د نن ورځې سیالیو کې به هم د افغانستان بیرغ پورته وساتي.

د افغانستان د کرکټ بورډ رییس شهزاده مسعود آزادي راډیو سره په مرکه کې وویل؛ د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي د نن ورځې دوستانه لوبې ته ښه چمتو دی او هیله ده چې دا لوبه به د دواړو هېوادونو لپاره د سولې پیغام ورکړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان او پاکستان مشران هم نن په راولپنډۍ کې د دې دوستانه لوبې ننداره وکړي.

ولسمشر غني له خپل پاکستاني سیال سره وکتل

شنبه: 24.08.1393

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني چې دا مهال د پاکستان په سفر بوخت دی؛ تیره شپه یې د پاکستان له جمهور رییس ممنون حسین سره وکتل.

د جمهور رئیس حسین مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیه کې ویلي؛ دواړو جمهورو رییسانو په دي کتنه کې د اړیکو په ښه کېدو او سیمه کې د سولې او ثبات د ټیګښټ پرلارو چارو بحث وکړ.

د پاکستان جمهور رییس ښاغلي غني ته وویل؛ پاکستان د یوه سوله ییز باثباته او سوکاله افغانستان ملاتړ کوي.

د افغانستان جمهور رئیس دغه راز د جمعې په ورځد پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال راحیل شریف او په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم نواز شریف له خاص استازي سرتاج عزیز سره وکتل او نن به له صدراعظم نواز شریف سره هم وګوري.

سې شنبې: 20.08.1393

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني وایي، ټاکل شوې چې هېواد په اتو اقتصادي او پراختیایي حوزو وویشل شي، ترڅو په پراختیا کې د هر ولایت ونډه څرګنده شي.

ښاغلي غني دا مساله پرون د افغانستان د پنځو لویدیځو ولایتونو، هرات، فراه، غور، بادغیس او نیمروز له استازو سره په کتنه کې یاده کړه.

د ارګ په دې کتنه کې د لویدیځو ولایتونو استازو په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې جمهوررئیس غني ته بیان کړې او په حل کې یي د حکومت د لا پام لرنې غوښتنه وکړه.

د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي، جمهوررئیس اشرف غني د غونډې ګډونوالو ته وویل، حکومت د افغانستان د ټولو ولایتونو د اقتصادي او پراختیایي ودې پلانونه لري او جنوب لویدیځه حوزه د زیات اهمیت وړده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG