په کندوز کې د ازادۍ راډيو خبريال وايي ګڼ کسان د انتخاباتو مرکزونو ته روان دي او تر اوسه کومه امنيتي اندېښنه نه شته.
د کورنيو چارو وزارت وايي ټولو امنيتي مسوولينو ته لارښوونه شوې چې په انتخاباتو کې د درغليو مخه ونيسي.
د کورنيو چارو وزارت له خلکو غواړي چې له وېرې پرته دې د انتخاباتو مرکزونو ته ورشي او خپلې رايې دې وکاروي.