په پکتيا کې د ازادۍ راډيو خبريال داود تپان وايي، ډېرى ځوانان د رايې ورکولو د مرکزونو مخې ته ولاړ دي او وايي دغه ورځ لکه اختر داسې ده. د ښځو ګډون هم زيات ښکاري. حال دا چې په تېرو ټاکنو کې د ښځو ونډه کمه وه.
د پکتيا خلکو تړونونه کړي وو چې نر او ښځې به راوځي او خپلې رايې به کاروي. په پکتيا کې د ازادۍ راډيو خبريال
په باميان کې د ازادۍ راډيو خبريال وايي، د دې ولايت په ولسواليو کې د ښځو ګډون زيات دى، ځکه واورې ويلې شوي او خلک کولاى شي د رايې ورکولو مرکزونو ته ورشي.
په کونړ کې د ازادۍ راډيو خبريال روح الله انوري وايي، داسې کومه امنيتي پېښه نه ده شوې چې په ټاکنو کې د خلکو مخه ونيسي.