د ازادۍ راډيو خبريال وايي چې د زابل په ولسواليو کې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون شمېر زيات دى، خو په ځينو سيمو کې د رايې ورکولو ځينې مرکزونه تړلي دي.
د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ازادۍ راډيو خبرياله وايي په دې ولسوالۍ کې د ښځو ونډه ډېره کمه ده.
د پاکستان پوځ وايي، چې په افغانستان کې يې د ولسمشريزو ټاکنو پر ورځ پر پاک_ افغان ګډه پوله امنيت لا سخت کړى دى او د حساسو سيمو هوايي څارنه يې پيل کړې ده. دوى همدارا وايي، چې پر پوله د پرتو د سيمه ييزو خلکو د تګ راتګ کلکه څارنه کوي.
د بلخ چارواکي وايي د سېلابونو له کبله په البرز ولسوالۍ کې د رايې ورکولو درې مرکزونه تړلي دي.