د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۹ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۶

د ۱۳۹۳ل کال دويم ځلي انتخابات

د ۱۳۹۳ل کال دويم ځلي انتخابات

د جلال آباد په قصبې سیمه کې د ولسي جرګې د یوه وکیل ساتونکو پر عامو خلکو ډزې کړي چې؛ په نتیجه کې یې درې تنه ټپيان شوي دي.

د قصبې سیمې د رایې ورکونې په یوه مرکز کې د ولسي جرګې؛ د غړي انجینیرغفار ساتونکو وروسته له هغې پر خلکو ډزې وکړې چې؛ عبدالله عبدالله ته د رایې ورکونې لپاره یې د هغوی غوښتنه ونه منله.

عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل چې؛ په خپله انجینیرغفار هم سیمې ته ورغلی و.

له سیمې نه د ازادي راډیو خبریال وايي چې؛ خلکو د انجینیر غفار د ساتونکو د دې کار په غبرګون مظاهره پيل کړې او لا هم دوام لري.

امنیتي ارګانونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ازادي راډيو خبریال وايي، د کاپیسا په اله سايي کې انتخابات نه دي شوي
په کونړ کې دغه شیبه انتخابات ښه روان دي، خو په دانګام کې یو قومندان خلک له محله ایستلي دي او په نورګل دره کې هم خلک را روان دي، چې طالبانو ورته راوتلي ول چې دوه قومي مشران يي وژلي دي.
په هرات کې ډلې ډلې خلک ټاکنو ته روان دي
په هرات کې ډلې ډلې خلک ټاکنو ته روان دي

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG