په پکتيا کې د ازادۍ راډيو خبريال وايي، داسې تصور نه کېده چې دومره ډېرې ښځې به د رايې کارونې لپاره راوځي. ده وويل په ډېرو ليرې پرتو سيمو کې تر نارينه وو د ښځو ونډه زياته ده. خلک وايي ځينې ډلې ټپلې غواړي د انتخاباتو پروسه ګډه وډه کړي.
په فارياب ولايت کې د ازادۍ راډيو خبريال وايي، د سهار تر ٨ بجو وروسته په ټاکنو کې د خلکو ونډه زياته شوې ده. دى وايي د توپاني هوا له کبله د ښځو ونډه د تېرو ټاکنو په نسبت کمه ده.
په ننګرهار کې د ازادۍ راډيو خبريال وايي چې د کامې ولسوالۍ په ځينو مرکزونو کې راى پاڼې خلاصې شوې دي.
د کابل په عمراخان ښوونځي کې چې ټاکنې روانې دي، د ازادۍ راډيو خبرياله مرضيه احمدزۍ وايي ځينې کارډونه هلته کارول کېږي چې د خاوندانو عکسونه يې نه شته.